ولې ګناه کوو؟/ عبدالرقیب سایل

د ګناه له کولو مخکې باید ووایو چې ګناه څه ده؟

د ژوند له تظاهره ګناه د هغه چا نافرماني ده چې موږ یې د خبرو په منلو مکلف یو یا د هغوی له رضایت پرته زموږ ځینې کارونه کول له چا سره چې تړلي یو؛ لکه د مور او پلار یا بل مشر کس او یا هم د دفتر د مسوولینو له خوښې پرته خپلسري کول ښه سمه ګناه ده. د خپلو ژمنو خلاف اوسېدل هم ګناه حسابیږي ځکه که د ځان هم نه منئ نو فکر وکړئ چې ملامته نه یاست!

اصلاً ګناه خدای(ج) ته منسوبه ده؛ د ژوند تظاهر هماغه پورې تړلی، ښه او بد یې راښوولې او پرې مکلف کړي یې یو؛ نو که موږ له را ښوولو مواردو انکار کوو یا یې په ترسره کولو کې لټي کوو خو خود ګناه ګرځي.

ګناوې -چي جرمونه هم یادیږي- ډېرې دي خو پرې خبرې کول یې زموږ د دې بحث برخه نه ده.

دا موږ چې هره ورځ ګناه کوو، بیرته توبه کاږو بیا رانه وشي او کله – کله د ګناه له کولو مایوسه هم یو خو ځینې شته چې ګناه بابیزه بولي یا پرې ویاړي؛ ولې؟؟

دا چې موږ د خدای خلقت یو او هغه په هر څه قادر دی خو موږ دې هم ګناه ته نه پرېږدي یا داسې پوښتنه هم ذهن ته راځي چې ولې یې ګناوې ټاکلې؟ ایا ممکن نه ده چې همداسې یې ازاد پرېښي وی؛ بې ګناوو!؟

دا او نورې هر ډول پوښتنې چې د خدای(ج) په اړه چاته پیدا کېږي؛ د خلکو په عقیدو پورې تړلې دي. دوی پر الله(ج) څنګه او څومره باور لري؛ ایا جنجال ورسره کولی شي؛ ځینې مسایل ترې واضح پوښتلی او غوښتلی شي او کنه؟

زموږ ګناه کول او نه کول پر خدای(ج) باندې باور پورې اړه لري. هغه راسره شته او څاري مو خو موږ باید ځواني وکړو، ور وګورو او پرې متمرکز شو یعنې هغه ټولې لارې راته پرانیستې دي، ازاد یې پرېښي یو خو موږ چې ګناه کوو، پر ذوالجلال مو تمرکز نشته، هیروو یې او شیطان راباندي قوي کېږي.

له ګناه کولو سره- سره خدای(ج) موږ ته بیا- بیا د توبې او بښلو فرصت راکوی؛ هغه دومره مهربانه دی، فرمایي: قَالَ لَا تَخَافَا إِنَّنِي مَعَكُمَا أَسْمَعُ وَأَرَى (۴۶ ایت، طه سورت) ژباړه: مه ویریږئ، زه تاسې سره یم، هر څه اورم او وینم.

دغه راز رسول الله(ص) فرمايي، که چېرې دومره ګناهونه وکړئ چې تر اسمان پورې ورسیږي او بیا توبه وکړئ نو الله(ج) مو توبه قبلوي (صحیح الجامع)

راځئ چې ځینې کارونه خدای(ج) ته وسپارو، لکه موږ یې چې په ډیرو مسایلو مکلف کړي یو؛ هغه باید ومنو، ترې وې غواړو او ورته ووایو چې که دا کار یې راته وکړ نو موږ ګناه نه کوو.

اصلاً هیڅ شی بې سببه نه دی خو ګناه کول بیا بیخي نه ده؛ له یوې خوا زموږ په وړاندې د شیطان یا نفس هڅې او له بلې خوا د ژوند تنګسیاوې د دې باعث شوي چې خدای(ج) ته رجوع نه کوو نو خود به ګناه کېږي.

که تل له خدای سره وه اوسو نو ولې به د شیطان راباندې وسه رسیږي چې موږ ګناه ته اړ باسي. په ډاډ وایم چې د ګناه کولو پر وخت خدای(ج) هیر او پرېښودل کېږي ځکه یې نافرماني کېږي؛ یعنی دغه وخت سړی کافر شي خو ښايي تاسو ته پوښتنه پیدا شي چې هغه خو دا ځواک لري چې موږ له ګناه وژغوري نو ولې مو ورته پرېږدي؛ ایا د هغه خوښه ده؟

ځواب دا دی چې موږ ته هر څه واضح دي؛ د جزا او حساب ورځ یې راته ښوولې چې راتلونکې ده، نو ولې بیا هم ګناه کوو؟ فکر وکړئ چې د نفس پر خوښه روح ته زیان اړول او متنفر کېدل د چا په ګټه دي؟

که خدای پرسته شو نو ټول خوندونه به مو په برخه شي؛ هر څه ته که اړتیا لرو، خدای(ج) ته باید مراجعه وکړو چې را یې کړي او ډاډمن یم چې هغه یې راکوي.

که همداسې په ګناه کې پرلپسې کفر وشي، یا سړی پر خپلو ګناهوو وویاړي نو خدای(ج) له خپلې ډېرې مهربانۍ سره -سره په قهر کېږي؛ بلاخره موږ په یو نا یو ډول له قیامته مخکې په ژوند سزا ووینو د دې لپاره چې پند واخلو خو بیا هم ګناه ته ورګرځو نو تاسو ووایاست چې نور راباندې خدای ولې ورحمیږي!؟

د ناهیلۍ خبره نه ده؛ سړی که دغه پوښتنه له ځانه وکړي نو وبه وایاست چې ځه د تل لپاره نور ګناه نه کووم. باور وکړئ، که په خدای(ج) غیرت وشي؛ سم له واره هغه خپل غیرت درته ښيي، مقام او منزلت به مو بیا وګورئ چې له کومه ځایه چېرته رسیږي.

که رښتیا هم د خپل رب العزت لپاره ګناه پرېږدئ او شیطان ته ماتې ورکړئ نو واه- واه مبارک مو شه. ځئ له ژوند له ژونده خوند واخلئ او ښه ډيره مستي وکړئ چې حتی خدای درته وخاندي.