ولې ډېری کورنۍ په ولور اخیستو د خپلو لوڼو ژوند بربادوي

د ژوند ډیر داسې پړاوونه شته چې انسان په کې ځان راحت او خوشبخت بولي خو د ځینو خوشبختیو او خوشالیو ترلاسه کولو لپاره باید ډیر درانده او سخت کارونه وکړې.

زمونږ په پښتنه ټولنه کې د هلک او جینۍ لپاره مهمه خوشحالي د کوژدن یا نامزدۍ دور دی، چې د رواجونو له امله د ځینو یوه لویه ستونزه یې “ولور” دی.

ولور هغه ملاماتونکی بار دی؛ چې ډير ځوانان یې د پوره کولو لپاره پرديو هېوادونو ته د مزدورۍ لپاره ځي.

دوي په پرديو هېوادونو کې کلونه تېروي ستونزې ګالي او زیات د عربو په ګرمو ریګونو کې کارونه کوي چې “ولور” پوره او خپله حیاء په کور کړي.

ولور ديوې ورکړې پيغلې هغه ناروا بيه ده چې کورنۍ يې (پلار، ورور، کاکا، بابا ) يې ورباندې اخلي.

ډيری وخت داسې هم کېږي چې دوه کورنۍ په ډېرې خوښۍ خپلوي وکړي خو وروسته بيا د ولور پر سر د کورنیو ترمنځ ستونزې پیدا شي.

يوه انجلۍ له نامزادولو وروسته کلونه دخپل پلار په کور تېروي؛ چې خسرګنۍ يې ولور پوره کوي او واده يې کړې؛ خو دا دور بیا د پیغورونو ډک وي.

جینۍ ته تل دا خبرې تر غوږونو رسېږي، چې خسرګنۍ دې د واده څه نه وايي؟ستا واده ولې نه کوي؟ ته يې خوښه نه يې که خاوند دې غريب دی؟

بل ورته دا وایي چې هغه پلانۍ جلۍ يې تاسره يو ځاي ورکړې؛هغه د دوه ماشومانو مور ده او ستا لا د واده درک نشته.

دا پيغورونه او ناهيلې خبرې نجلۍ د خپل پلار او د کورنۍ د نارینه وو له امله په خپل ځان تېروي؛ چې ولور پرې اخلي.

دا نجونې بيا وروسته له واده هم په کرار پاتې نه وي، د خسرګنۍ لخوا د تاو تريخوالي سره مخ کېږي او د درندو کارونو د کولو هیله ترې کیږي چې لامل یې د ډیر ولور اخیستلو غوسه او قهر دی.

پیغور ورکول کېږي چې ستا په سر یې لکونه ولور اخیستی دی باید د ټول کور کار وکړې، په نه کولو سره یې نجلۍ ته وهل او ډبول ورکول کېږي.

مینا یوه هغه پښتنه ده چې په کم عمر کې واده شوې اوس یوه دوه کلنه لور لري.

د خپل غم حکایت یې څه داسې وکړ: (خپل ورور ته مو ښځه وکړه.ولور یې شپږ سوه زره افغانۍ و،ډیر لوړ و. د پوره کولو مې ورور بهرني هیواد ته قاچاقي سفر وکړ هلته هم په کار کولو زما د وریندار ولور پوره نه شو. له ولور پرته یې زما ورور ته واده نه ورکاوه. ورور مې کور ته راغی او مجبور شو چې په بدل کې ما ورکړي په څوارلس کلنۍ کې واده شوم.زما د واده په ورځ زما ملګرو نانځکې کولې او زه د یو لوې کور مسووله شوم)

که دا حالت همداسې دوام وکړي زمونږ ټولنه به د لوې اخلاقي فساد مرکز وګرځي چې ممکن پایلې به یې ښې نه وي.

یوه غوره لار چې دا ناورین ختم او یا هم راکم کړي د ښځینه وو تعلیم دی چې بیا څوک هم نه شي کولی یوه پوهه جینۍ وپلوري.

خپلې لورګانې وپالئ او نیکو خلکو ته یې په اسانه په نکاح ورکړئ.