ولې ځینې کسان په ځان کې د کار او فعالیت استعداد نه ویني؟

ځینې کسان داسې وي، چې په ځان کې د هېڅ کار او فعالیت استعداد او وړتیا نه ویني، دوی داسې فکر کوي، چې هېڅ کار نه شي کوی د هېڅ کار د کولو وړتیا نه لري. دا چې ولې دوی له هر کاره ویره لري او څه باید وکړي؛ چې له دې ویرې ځان وژغوري؟ حل لارې یې په دې لیکنه کې ولولئ.

ځینې کسان داسې دي، چې ځان ورته ډېر بې کاره او نا لایقه ښکاري او د هېڅ کار کولو ته جرات نه شي کوی؛ ځکه دوی پر ځان باور نه لري، له کار او زده کړې څخه ویره لري؛ چې دا چې دا بې باوري هم ځینې لاملونه لري، چې ځینې لاملونه یې دا دي:

۱ـ دوی ته دا احساس ورکول شوی؛ چې ګواکې ته په هېڅ نه پوهېږې او یو نا لایقه انسان یې. زموږ د ټولنې یوه لویه ستونزه دا ده، چې یو بل ژر توهینوي او یا طعنه ورکوو، چې دا توهین او طعنه ځینې وخت د یو چا د ژوند د تباه کېدو لامل کېږي. زموږ په ټولنه کې تل یو انسان، یو ماشوم په یوه کوچنۍ تېروتنه توهین شوی، چې دا توهین بیا په ډېری انسانانو کې د دې لامل کېږي، چې پر ځان بې باوره شي او بیا د تأ له پاره پر ځان باور ونه کړی شي. که یو کس په یو کار ونه پوهېده او یا یې ونه کړی شو، نو باید د هغه انسان په اړه ژر پریکړه ونه شي، چې ته هېڅ هم نه شې کوی یا یو نالایقه انسان یې، ځکه دا خبره هغه انسان ناهیلی کوی او دا ناهیلي یې پر ځان بې باوره کوي او بیا دا پر ځان باور نه شي کوی او نه هم د کار کولو جرات کوي.

۲ـ ځینې کسان بیا وروسته له هغې ځان بې استعداده او نالایقه ګڼي؛ چې په ژوند کې له یوې ماتې سره مخ شي. ژوند خو د بریاوو او ماتو ټولګه ده، ځینې وخت به په کې بریالی کېږی او ځینې وخت به ماتې سره مخ کېږې؛ خو پر ځینو بیا ماته ډېره  ناوړه اغېزه کوي او له یوې ماتې سره د ټول ژوند ماته مني او ځان ته یو نالایقه او بې استعداده انسان فکر کوي. دوی ځان ته داسې فکر کوي، چې نور زه هېڅ کار هم نه شم کوی، زه د کار یا د درس وړتیا نه لرم، زه نه شم کوی، چې بریالی شم، چې دا ویره د ې لامل کېږي، چې دا په ټول ژوند کې د ماتې له ویرې بریا ته ونه رسېږي.

۳ـ علاقه هم یو مهم اصل دی، چې کولای شي پر ځان دې بې باوره کړي؛ که یو انسان له کوم کسب، کار او یا هم کوم درس سره علاقه ونه لري نه شی کوی، چې په هغه کې بریالی شي، چې دا ماته یې هم پر ځان بې باوره کوي او داسې احساس ورکوي، چې ته کوم کار نه شې کوی او یو بې استعداده انسان یې. نو که یو انسان له کوم کار او مسلک سره علاقه نه لري، هغه کې بریا ته هم نه شي رسیدی او که یې ماته په کې وخوړه په دې سره دې نه ناهیلی کېږي او په هغه کار کې دې ځان وازمایی، چې علاقه ورسره لری، بیا دې وګوري، چې څنګه بریالی کېږي.

نو په پایله کې دا ویلای شو، چې ټول انسانان استعداد او وړتیا لري؛ چې دا استعدادونه په انسانانو کې متفاوت دي، ځینې به په یوه برخه کې استعداد لري، ځینې په بله برخه کې که یو انسان په یوه کار کې وړتیا ونه لري؛ نو په بل کار کې خامخا وړتیا لري، چې هر انسان باید د ژوند تر پایه خپل استعدادونه و ازمایي او هېڅکله پر ځان بې باوره نه شي؛ ځکه دا بې باوري یې د ژوند د تباه کېدو لامل کېږي.

وروستي مطالب