ولې ځینې حقیقتونه نه شو ویلی؟

موږ په پښتو کې یو متل لرو، چې وايي:
ریښتیا ویل ترخه دي.
د ځینې حقیقتونو ویل ترخه وي او یو کس یې نه شي ویلی، ځکه له ویلو څخه یې ویره لري، دا چې ولې د ځینې حقیقتونو له ویلو څخه ویره لرو او د دې ویرې لاملونه څه دي او ایا ټول حقیقتونه باید وویل شي او که نه؟ په دې اړه به په دې لیکنه کې معلومات وړاندې شي.

ځینې وختونه داسې کېږي، چې موږ ځینې حقیقتونه نه شو ویلای، ځکه ځینې حقیقتونه د یو کس د ژوند د تباه کېدو لامل کېږي.

ځینې وختونه بیا موږ له داسې یو حالت سره هم مخ کېږو، چې د یوه حقیقت ویل هم ضروري وي او نه ویل یې هم، هغه داسې یو حالت وي، چې په ویلو سره یې هم د یو کس ژوند تباه کېږي او په نه ویلو سره یې هم د یو کس ژوند تباه کېږي.

یوه بله ویره چې له موږ سره د ریښتیا ویلو په وخت کې پیدا کېږي، هغه دا وي، چې ځینې کسان د ریښتیا اوریدو ته لېواله نه وي، دوی ریښتیا نه شي اوریدی او که ریښتیا ورته وویل شي یا خوا بدوي او یا هم جنګ کوي، چې داسې کسانو ته څوک ریښتیا نه شي ویلی.

ځینې حقیقتونه بیا له دې ویرې نه شو ویلای؛ چې د دې ریښتیا په ویلو سره مو عزت او یا هم ژوند ته زیان و نه رسېږي. دا هغه لاملونه دی، چې د ریښتیا ویلو په وخت زموږ مخه نیسي او ریښتیا ویلو ته مو نه پریږدي.

هر انسان ته خپل ژوند او عزت ګران دی، کله چې زموږ ریښتیا ویل زموږ ژوند او عزت له ګواښ سره مخ کوي، بیا هېڅوک د دې جرات نه شي کولای چې هغه ریښتیا ووایي.

د هغو حقیقتونو ویل، چې په ویلو سره یې زموږ ژوند او عزت ته کوم زیان نه رسېږي، باید وویل شي، خصوصاٌ په هغه وخت کې باید د ریښتیا له ویلو څخه ډډه و نه کړو، چې د دې ریښتیا په ویلو سره د کوم چا ژوند ژغورل کېږي او یا بدلون کوي، کله چې زموږ یوه ریښتینې خبره د یو چا په ژوند کې د ارزښت وړ وي، باید هغه ریښتیا موږ ووایو.

که زموږ یوه ریښتینې خبره د کوم چا ژوند تباه کوي، په داسې وخت کې هم باید موږ د ریښتیا له ویلو څخه ډډه وکړو، ځکه ځینې حقیقتونه داسې وي، چې په ویلو سره یې نورو ته څه ګټه او یا زیان نه رسېږي، خو د دې ریښتیا په ویلو سره د یوه کس ژوند تباه کېږي او یا یې هم په ژوند کې د بې باورۍ لامل کېږي.

ځینې وختونه بیا موږ له داسې یوه حالت سره مخ کېږو، چې زموږ د ریښتیا په ویلو سره د یوچا ژوند تباه او د بل کس ژوند جوړیږي او که دا ریښتیا و نه وایو هم د یو کس ژوند له بربادۍ سره مخ کېږو یعنې داسې چې د دوه کسانو ژوند زموږ د ریښتیا په ویلو پورې اړه لري. چې په داسې یوه حالت کې باید موږ ریښتیا ته ترجیع ورکړو.

نو په پایله کې دا ویلای شو، چې ځینې حقیقتونه باید وویل شي او ځینې بیا باید پټ و ساتل شي.