ولې ځينې کسان له واکسین وروسته هم په کورونا اخته کېږي؟ 

 

ژباړه

پام مو وي چې تر دې دمه په نړۍ کې داسې هېڅ واکسين نشته چې د ١٠۰% اغېزناک وي او حتا د نوبتي ډوزونو اخيستلو په توصيې سره هم دا احتمال شته چې وګړي اړين مسوونيت ترلاسه نه کړي؛ نو سپارښتنه کېږي چې وګړي دې روغتيايي لارښونې او د مخنيوي لارې چارې په پام کې ونيسي.

د دغې ناروغۍ عامل وايروس لا هم په نړۍ کې د ګرځېدو په حال کې دى او په ځينو هېوادونو کې د اوږدې مودې پاتې کېدو له امله “د جوړښت بڼې بدلېدو” سبب شوى. نو په دې خاطر به هم ټول وګړي د ګواښ سره مخ وي. حتا ممکن د واکسين ترلاسه کېدو پر وخت پر دې وايروس ککړ وي، خو د نښو نه څرګندېدو له امله يې په اړه معلومات ونه لري. دا کسان ممکن په راتلونکو ورځو کې نښې نښانې څرګندې کړي او دا چې دا نښې د واکسين د اغېز، که په ناروغۍ د اخته کېدو له امله دي، په لومړيو کې ستونزمنه ده.

نو که نښې شديدې او ناروغي له درې ورځو اوږده شوه، حتما روغتياپال ته مراجعه وکړٸ.