ولې ځينې نږورګانې وروسته له واده جلا کېږي؟

دا چې پښتنې کورنۍ اکثره ګڼ نفوسې وي، او تعداد یې حتا دېرش او څلوېښت تنو رسېږي؛ یو ځای اوسېدل یې یو شمېر ستونزې راولاړوي لکه: بې ځایه ګڼه ګوڼه، کارونو ته نه رسیدنه، د کار ډېروالی، غېر سالم رقابتونه او … خو ټولې کورنۍ بیا دومره ګڼې نه دي او نفوس له شپږ نه واخله بیا تر لسو شاوخوا رسېږي؛ چې دا نسبتا د ژوند لپاره مناسب تعداد دی او تر دې که نور کم نشي ښه به وي.
وایي چې په کورونو کې ډېری وخت لانجې د دوه میندو د اولادونو له امله وي، چې په ډېرو وړو، وړو مسائیلو شخړې رامنځته کېږي.
نو په دې اساس ځنې نږورګانې دا خوښوي چې له دې بیروبار او ستونزو لرې ارام ژوند ولري، خو دا کار څنګه دی، او کومې ستونزې زېږوي؟ په دې اړه غواړم لنډې خبرې وکړم.

لومړی: دا چې مور و پلار د خپلو اولادونو په روزنه کې بې شمېره ستونزې او کړاوونه ګالي. نارينه له کوره بهر د ډوډوۍ د تر لاسه کولو لپاره کارکوي او مور په کور دننه د اولادونو په پالنه کې بوخته وي؛ چې بې شمره ستونزې ورسره تېروي.

دویم: هر مور، پلار، ديوې ښې کورنۍ هيله لري، چې دوی خپلې ډېرې هيلې په خپلو اولادونو پورې تړي، ترڅو په سمه توګه لوی شي، تعليم وکړي، دنده ولري، واده وکړي؛ او لدې پس لمسيان ولري او يوه با اتفاقه، خوشحاله کورنۍ ولري او د دوی د خدمت جوګه شي.

درېیم: هره مور دخپلو ټولو ارمانونو ترڅنګ يو لوی ارمان د اولادونو د واده لري، ترڅو په خپل ژوند کې د زامنو وادونه(نږورګانې) وويني او خپل لمسيان په غېږ کې ونيسي. مور او پلار له ډېرو هيلو، ارمانونو سره زامنو ته په پوره مصارفو ودونه کوي؛ د کوژدې  له لومړۍ ورځې بیا تر واده پورې ټولې ستونزې دمور او پلار په غاړه وي، خو کله چې دوی زامنو ته واده کوي، نو زياتره ناویانې د دې پر ځای چې دخاوند پلار، خپل پلار او مور يې خپله مور، او کورنۍ يې خپله کورنۍ وګڼي؛ د بېلېدلو په فکر کې وي. چې بايد ارام او هوسا ژوند وکړي، يوازې دا او خاوند او جدا ژوند وي چې نه ورپسې د چا غږ اونه هم کارونه وي. په کور ناوړه چلند کوي، په نه خبر بهانې ګورې، خاوند يې ورته جلا ژوند جوړ کړي. خاوند داسې حالت ته راولي چې هغه ته پرته له بېلېدلو څخه بله لاره نه وي پاتې، مجبوره شي له مور او پلار، کوچنيو خويندو او وروڼو څخه جدا ژوند وکړي په داسې حال کې چې د پلار او مور بې شمېره هيلې خاورو سره خاورې کوي.

موږ په ډېرو کورنيو کې دغه حالت تجربه کړی، چې وروسته له واده څخه هلک له کورنۍ څخه جلا کېږي او خپل ناتوانه پلار او مور له کشرانو خويندو او ورونو سره پريږدي. نو کله چې يوه ناوې د خسر کورته راودېږي نو د خاوند پلار خپل پلار، مور يې خپله مور او ټوله کورنۍ يې خپله کورنۍ وبولي. خسر او خواښې باید نږور ته د خپلې لور په سترګه وګوري. ورسره د يوې لور په څېر چلند وکړي، نو د دوی کورنۍ به په ټولنه کې د يوې اولګو په څېر ياديږي.

وروستي مطالب