مارچ 6, 2021

ولې مو سر درد کوي او څه وکړو چې مخنیوی یې وشي !

Advertisements

ژباړه او راټولونه: مریم محمدي
سر درد یوه عامه ناروغي ده، چې بېلابېل لاملونه لري. سر دردي یو ځورونکی درد هم دی، چې هر څوک یې په ژوند کې حتمي یو ځل تجربه کوي.
که چیر په کال کې یو یا دوه ځلي د سر درد سره مخ کیږئ نو د تشویش وړ خبره نده، ځکه چې کېدای شي په میاشت یا اونۍ کې پوره خوب مو نه وي کړي، یا هم یخني (زکام) وي او یا هم کېدای شي د تشویش له امله د یو لنډ مهال لپاره په سر مو درد وي.
خو که تاسي په اونې کې دوه یا درې ځلي سر درد لرئ، دا حالت عادي مه ګڼئ، پدې وپوهیږئ چې دا نارمل حالت نه دی.
– د دوامداره سر درد په وخت کې له مسکین یا درد ارامونکو درملو کار مه اخلي، ځکه دا دې په ځای ددې چې درد ارام کړي نورې ستونزې پېښولی شئ.
ولې سر مو درد کوي؟
– کله چې په یو چاپېریال کې آکسیجن کم شي، یا هم هوا ککړه وي، په هغه ځای کې خلک په سردردي اخته کیږي.
– هر کال فصل خپل خواړه لري، کوم خواړه چې په خپل موسم کې نه کارول کیږي دا هم د سر لامل کیږي.
– اندېښنې یا تشویش د سر درد لپاره تر ټولو لوی لامل دی، نو که غواړئ چې له سر درد څخه خلاص شئ د تشویش کولو څخه ځان وژغورئ.
– ترافیکي شور، د خلکو ګڼه ګوڼه په سر دردي اغیزه لري، هغه خلک چې د ښار له ګڼې ګوڼي څخه لرې دي، د سر دردي څخه کم سر ټکوي.
– د وينې کموالی د سر درد پیدا کوي.
– همدارنګه الکُل(شراب) څښل، لږ خوب کول، لوږه، تنده او دماغي ستونزې دا هغه علتونه دي چې د سردرد لامل ګرځي.
هغه خواړه چې سردرد پیدا کوي.
– د ځینو خوړو ډیر خوړل د سردردلامل ګرځي لکه هوږه، پیاز، دال، زعفران، مستې، بانجان، ملۍ او ګندنه که چیرې له اندازې ډير وخوړل شي د سردرد سبب کیږي.
کوم شیان د سردرد ښه کوي؟
– څو دقیقې خپل سر په دوراني ډول ورو تاو راتاو کړئ او په ګوتو یې ورو ورو ماساژ کړئ. دا کار که د بل په لاس وشي نو د آرامۍ لامل کیږي.
– په قهوې کې موجود کافین د وینې د رګونو پړسوب کموي چې په پایله کې یې د سر درد کمیږي، نو قهوه وڅښئ.
– څېړنو ښودلې چې د اوږدې مودې لپاره په غیر منظم ډول خوراک د سر درد لامل کیږي، نو هڅه دې وشي چې خپل خواړه په منظم ډول وخورئ.
– په اوونۍ کې لږترلږه درې ورځې نیم ساعت پلی تګ، بایسکل ځغلول او یا هم لامبو د سر خوږي د لېرې کېدو لپاره اغېزمن دي.
– پیسته، بادام ، لونګ، اوبه، مڼه، د لیمو شربت، د کب غوښه، کچالو او شین چای د سردرد لپاره فایده لري.
یادونه: د هرې ناروغۍ لپاره باید د هغې ناروغۍ متخصص ډاکټر ته مراجعه وکړئ او لازم معاینات تر سره کړئ.

لټي، سببونه او چاره یې !!

لیکوال: ياران، جلال اباد - برخه : روانې سلامتي

Advertisements د کامران مشال لیکنه  لټي د کار نه کولو هیله ده. داسې چې زړه دې غواړې کرار پروت اوسې او یا پر مجلسونو او ساعتیریو بوخت اوسي او هیڅ کار ونه کړې. د لټۍ ... نور ولولئ