ولې مو د (پښو تلي) سوځیږي؟ دلته یې سببونه او درملنه ولولئ

ژباړه: مریم محمدي
یو شمیر خلک د پښو د تلو له سوځیدو نه ځوریږي، دا سوخت بیا د شپې لخوا ډير وي چې حتا د دوی د خوب د خرابیدو لامل کیږي هم.
۱- هغه کوم لاملونه دي، چې د پښو تلي سوځيږي؟
– د وزن ډیر والی
-د نشه یي مواود استعمال
– تریخې کې کاڼي
-د معدې زخم
-د حافظې کمزورۍ
– د الکولو څښل
– سترس او اعصابي نا ارمتیا
– له نا مناسبه بوټانو نه استفاده
– په لاس باندې د اوبدل شویو جرابو کارول
– د شکر ناروغۍ
– د ویټامین Bکمښت
– د وینې کمښت
۲- هغه نښې چې پښې سوځې
– د شپې له خوا داسې فکر کوئ چې، د پښو په تلي کې مو ستنې وهل کېږي، یا هم ډېر ګرميږي چې ورسره کله کله د درد احساس هم کوئ
– کله چې پښې مو سوځي نو ټول بدن هم ورسره ګرمیږي
– کله کله دا سوخت د پښو رنګ هم سور کوي
– له درد او سوخت سره بې حسه کیږي
۳- تشخیص
د سي تي اسکن، ام آر آی(MRI) ، ادرار او د وینې معاینات د یادې ناروغۍ په تشخیص کې له تاسو سره مرسته کولای شي.
۴- څنګه کولای شئ چې د پښو د سوخت نه مخنیوی وکړئ؟
– داسې بوټ او یا چپلې انتخاب کړئ، چې پښو ته مو برابرې وي
– له نخي جرابو کار واخلی، په لاس له اوبدل شوو جرابو ډډه وکړئ
– هر ورځ ۵ دقیقې د پښو تلي ته مو ماساژ کړئ
– دوامداره ورزش یا فزیک فعالیت وکړئ
-وزن کم کړئ
– ډیرې اوبه وڅښئ
– له یو متخصص ډاکتر سره مشوره وکړې.
منبع: اسان طب

پوران: IPL کې مي ښې لوبې ونکړې؛ زه بیرته قوي راګرځم

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

د ویسټ انډیز هیواد د کرکټ ملې لوبډلې او د هند په آی پي ایل سیالیو کې د پنجاب کینګز لوبډلې چپ لاستي توپوهونکي نیکولاس پوران په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، چې راتلونکو سیالیو ... نور ولولئ