ولې د راډیو ورځ

لیکنه او راټولونه: هیلۍ اسد

رسنۍ د تمدن ستن ګڼل کېږي
اوسنۍ نړۍ او زیاتره ټولنپوهان یې د هیوادونو د دولت څلورمه قوه ګڼي.

رسنۍ که څه هم د انقلابونو رامنځته کوونکي او کله کله جګړې ته لمن وهونکي ګڼل کېږي خو دا هم ریښتیا دي چې رسنۍ د سولې رامنځته کېدو، د ملتونو د پورته کېدو او سیاسي شعور د ډېرېدو لامل هم ګرځي.

راډیو د رسنیو یو له لومړنیو خپرېدونکو الو ده چې ګڼ خلک ورته په اسانۍ لاسرسی او د اورېدو لپاره یې پراخه حوصله او مینه لري.

د راډیو له جوړېدو تقریبا” له سلو ډېر کلونه تیر شول خو نه د راډیو غږ غلی شو او نه هم د اورېدونکو مینه کمه…

افغانستان ته د راډیو له راتګ او د راډیویي خپرونو له پیل نږدې نهه لسیزې تېرېږي.

۹۰کاله مخکې د شاه غازي امان الله خان د پاچاهۍ په دوره کې په ۱۳۰۴ هـ ش کال (کابل راډیو) تر تر نامه لاندې لومړنۍ راډیو خپلې خپرونې پیل کړې خو د دغه پرمختیاپال واکمن په پرځېدلو سره راډیو غلې شوه او د ۱۳۲۰ هـ ش په حمل میاشت کې یې دویم ځل خپرونې پیل کړې چې لا هم روانې دي.

هغه وخت په افغانستان کې یواځینۍ راډیو (کابل راډیو) وه چې اورېدل کېده، خو وروسته یې نوم د افغانستان ملي راډیو شو.

له هماغو لومړنیو ورځو راهیسې چې راډیو په افغانستان کې خپلې لومړۍ څپې وغځولې، تر ننه د نظامونو له ډېرو لوړو او ژورو تېره شوې ده.

د افغانستان په زیاتره لرو پرتو ولسوالیو او کلیو کې د غږیزو رسنیو له ډلې تر ډېره راډیو ډېر مینه وال او اورېدونکي لري، چې اصلي لامل یې هم د زده کړې د کچې ټيټوالی، انټرنېټ او نورو خپرونکو رسنیو لکه تلوېزیون او چاپي رسنیو ته نه لاسرسی د دې لامل شوی چې خلک راډیو په اسانه او ډېره کچه واوري.

په ۲۰۱۲ کال د ډسمبر پر اوولسمه، یونېسکو یا د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او فرهنګي سازمان د فبرورۍ ۱۳مه د راډیو نړیواله ورځ ونوموله چې لامل یې هم د راډیو لوړ ارزښت او د خلکو ورته اسانه لاسرسی او مینه وه.

نن د فبروري ۱۳ مه د راډیو نړیوالې ورځې په مناسبت یونېسکو په خپل خپور کړې پیغام کې ویلي چې راډیو ټولنو کې تنوع راولي او له لارې یې د خلکو غږونه تر نورو رسول کېږي.

دغه سازمان ویلي چې په نړۍ کې ۴۴ زره راډیوګانې خپرونې کوي او دا وسیله لا هم د اطلاع رسونې د نورو ټولو وسیلو په نسبت ډېره کارول کېږي.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویلي چې اوس مهال په افغانستان کې تر ۲۶۰ زیاتې راډیوګانې خپرونې کوي.

یوه خبره چې د نه هیرولو ده، هغه هم په افغانستان کې د ولسونو ترمنځ د راډیو او رسنیو ارزښت او تاثیر دی.

که رسنۍ د ملت جوړونې او د دوی د سیاسي شعور د پورته کېدو په هیله مخته لاړې شي، نو تاثیر به یې هم تر ډېره حده مثبت وي خو که بابیزه وګڼل شي او پام ورته ونه شي، نو ډېرې بدې پایلې به ولري.

درنښت

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.