ولې خپه یې/ یو؟

لیکنه: عزیزالله عزیز

اصل خبره دا ده ،چې موږ ولي خپه يو؟
او د هر مسلک څښتن مړ ژواندى ژوند ولې تيروي؟
ايا موږ د ښه او خوشحاله ژوند تيرولو حق نلرو؟
دې ته ورته بې شماره پوښتنې د دې ټولنې د ډيرو وګړو په ذهن کې ګرځي راځي . . .

زما په نظر د دي يو لامل دا دى ، چې موږ ډير بې انصافه يو ، ځکه الله تعالى رانه د ژوند خوښۍ اخيستي.
بل دا ،چې موږ ظالمان يو ، په خپل ځان ظلم کوو، په اولادونو ظلم کوو، د نورو حقونه خورو، حتى پر حيواناتو هم رحم نه لرو، نو ځکه په الهي مصيبت اخته يو…

زموږ ماشومان خوښې نلري،په يو جګړه يېز چاپريال کې د وحشتونو ، دردونو، سرو وينو ، وژونو او د داسي زياتو ظلمونو کې ژوند تيروي ، چې دا کړنې د دوي په روح او روان باندې سل په سلو کې بد تاثير لري ، د دي وطن هر انسان د بيلابيلو مشکلاتو او کشمکشونو سره لاس او ګريوان دی.

څوک له وطنه وتښتيدل ، څوک د بمونو خوراک شول ، څوک لاهم لادرکه دي او دولت د دي ټولو ستونزو سره ، سره بې غمه په ادارې فساد ، وظيفوي غفلط او داسي نورو… مصيبتونو کې اخته دى.
بې کاري ، بې وسي او ځیني داسې مجبوریتونه هم شته ، چې انسان یې د ویلو تاب نلري ، خو همدا لامل دی ، چې د ډيری ځوانان افکار ګډ وډ او اکثره وخت خپه وي ….
یو خو لکه څرنګه ، چې ډيری ځوانانو ویلي سړی دې ته حیران شي ، چې تر څو به په داسې حالاتو کې ژوند تیروي ، چې د ژوند له هرراز سهولتونو محروم یو …

د خالق له لوی نعمت ( سولې او امن ) په ارمان مو په ژوند لوبې وشوې !
د ژوند هره نیکمرغې یې رانه واخیستله !
دومره ودردیدو ، چې په خوشحالیو هم نه پوهیږو ، چې دلته ژوند هسې یو تصادف دی !
هره شیبه د مرګ او هر ډول ناخوالو او وحشتونو خطر شته دی !
د دې ټولو مصیبتونو او غمونو سره ، سره د زړه خبره هم چاته نشې کولای ، په دوستۍ کې په ملګرتیا کې هم درسره داسې دوکه کیږي ، چې ستا به تصور کې هم نه وي ….
ډیری خلک بیا یواځې له نورو دوستانو د خپلې ګټې لپاره کار اخلي ، چې اړتیا یې پوره شي ، نو بیا دې په کیسه کې هم نه وي ، چې همدا حالت هم انسان خپه کوي ….
لنډه دا چې په دې ټولنه کې ډیری داسې نور بد عادتونه هم شته ، چې په لیدو او اوریدو انسان سخت زوریږي او خپه کیږي ….
سړی حیران شي ، چې په چا باور وکړي؟
د چا ملاتړ وکړي ؟
جاته د زړه خبره وکړي ؟
چاته ورشي او چاته لاس ورکړي ؟
په ژوند کې باید هیڅ انسان ته په سپک او ټیټ نظر ونه ګورو !
هیڅکله د چا د توهین هڅه ونه کړو !
د خپلې ګټې او بریا لپاره د نورو او ټولنیزو ګټو ډير خیال وساتو!
د انسانیت سره مرسته کول خپل عادت وګرځو…..
بل دا چې غمونه ، دردونه تو مشکلات په ټولو انسانانو خپله راځي یا امتحان وي ….
خو خوښي به انسان ځانته خپله ورکوي یا به د خوشحالۍ لپاره یوه بهانه جوړوي …

نو ترڅو ، چې ځانونه اصلاح نه کړو ، ترڅو چې انصاف ، رحم ، عدل او د نورو حقونه ونه پيژنو ، نو باور نه کوم ، چې د دې خبګانونو څخه خلاص شو…
راځئ!
چې له مرګ نه مخکې له خپل ځان سره حساب وکړو او نور له خپلو خواهشاتو نه تيرشو، نو شايد ، چې بيا راباندې دا ژوند يو دروند پيټى نه وي او نه به دومره خپه ، خپه يو.

د هر ظلم خلاف غلي پاتې کیدل یا نور ظلم ته مجبورول هم زموږ او هم د نورو د ژور خبګان لامل کیږي !
د پاکو زړونو او د سپینو نیتونو خاوندان که خواړه او د ژوند ډير سهولتونه نلري ، خو بیا هم د زړونو سکون یې ژوند ورښکلی کړی دی !
له رب نه ویره پکار ده !
ځکه د خالق نیونه ډيره سخته ده !
لوی خالق دې ستاسې د ټولو د زړه ارمانونه درپوره کړي او د ژوند هره شیبه مو د سکون ورکوونکو خوشحالیو خالي مه شه.

وروستي مطالب