فبروري 26, 2021

ولې خولې کیږو او څنګه یې مخه نیولی شو؟

ژباړه: مریم محمدي
خولې کیدل کومه ناروغي نه ده، دا د بدن فعالیت پورې تړلې خبره ده، ځکه هغه کسان ډير خولې کیږي چې په طبیعي توګه فعاله وي.
۱- د خولې کیدو نښې څه دي؟
تول خلک خولې کیږي، مګر ځیني بیا تل خولې وي، که چیرې تاسو هم له همدې ډلې یاست، نو په کالیو کې به مو تل د خولو نښې لیدل کیږي. تر ډیره تل خولې کیدل د ګرمۍ، تشویش او ډیر کار له کبله وي.
ډاکتران وايي چې خولې کیدل په بدن کې د هورمونو د تغیر، جسمي ورزش، مصاله لرونکو خواړو، د الکولو استعمال او د سګرتو څښلو سره سره نور علتونه هم لري.
۲- څنګه کولی شو چې د خولو مخنیوی وکړو؟
– سپکې جامې واغوندې یعنې چې درنې نه وي
په ګرم موسم کې کې داسې کالي انتخاب کړئ چې، سپک وي، همدارنګه ټوټه یې له طبیعي موادو جوړه وي لکه نخ یا هم داسې کالي واغوندئ چې د جذب خاصیت ولري.
– له پوډرو کار واخلئ
هغه کسان چې بدن یې خوې کیږي نو کولای شي چې د ماشومانو له پوډرو استفاده وکړي. دا کار مو له خولو ژغوري، خو پوستکی وچ ساتي.
– ځان مه لندوئ
په یخو اوبو لمبا کول یوازې د ۳۰ دقیقو لپاره بدن یخ ساتي، بیا د دریو ساعتو لپاره له بدنه د دوامداره خولو سبب کیږي.
۳ په کوم وخت کې د خولو د مخنیوي لپاره ډاکتر ته مراجعه وکړئ؟
– له حده ډير خولې کیدل، چې له جامو او مخ نه مو څاڅي، په داسې حال کې چې خونه یا اطاق هم یخ دی.
ـ کله چې د ډیرو خولو له کبله ورځیني کارونه نشی کولای.
– کله چې له خولو سره یو ځای سردردي، تبه او یا هم د زړه ضربان مو ډیر وو.
– کله چې د خولو له امله د مخ یا هم د وجود په پوستکي کې مو تغیرات راغلل.
– کله چې د شپې له خوا خوله کیږئ، ځکه دا وخت هوا نورماله وي.
یادونه: که چیرې دا اعلایم مو درلود بیا زر تر زره ډاکتر ته ولاړ شئ.