ولس جذباتي دی که يې د احساساتو قدر نه کيږي؟

ليکنه: مدثر دعوت
کرکيټ د نوښتونو، عجايبو او په هر توپ بدليدونکې لوبه ده.
په یوه لوبه کي لوبډله د ۱۳۳ منډو هدف ته په خورا سختۍ ورسيدل او ويره دا وه چي هسي نه په خپل کورني لوبغالي کې وبايلو، خو بله لوبه بيا د ريکارډونو سره مله وه او تر ۲۷۹ منډو پوري يې هدف رسوي.
په يوه ورځ کي موږ تر ماښامه د اصغر افغان توهين وکړ،ناکامه لوبډلمشر مو ياد کړ، په خپلوۍ او پلوۍ مو تورن کړ، خو د همدې ورځي په ماښام مو همدا لوبډلمشر بيرته اوږو ته پورته کړ، صفتونه مو يې پيل کړل او پرې ووياړيدو.
ستونزه په څه کې ده؟
ايا موږ په کرکيټ نه پوهيږو که مو د کرکيټ څخه ډيره هيله ده؟
ايا موږ په خپلو جذباتو کي افراط کوو که زموږ د احساساتو قدرداني نکيږي؟
که په يوه ورځ يوه لوبډله د نړۍ قوي او زبردست ريکارډونه ماتولای سي ايا هغه لوبډله که خپل مديريت ته توجه وکړي نړيوال جام به د یو لوی وياړ سره خپل هيواد ته را نه وړي؟
که ټول هيواد پرکرکيټ بورډ او د غوراوي پر کميټې نيوکي کوي خو بياهم د کرکيټ بورډ مشر د خپل ځان د دفاع په خاطر د خلکو احساس مداخله بولي، د غوراوي کميټې دفاع کوي او بورډ ټوله پخپل لاس کي راولي ایا دا ولس بياهم د پوښتني حق نلري؟
په یوه لوبه کي لوبډلمشر مغرورانه پريکړه کوي او په پوره صلاحیت سره لوبه پيلوي خو په ۵ منډو ځي بل پسې راځي بیرته ځي، بل راځي ځي خو مستحق لوبغاړی ناهیلی د لوبي وروستیو شيبو ته انتظار باسي ايا پر همدې پريکړو د ولس نيوکي ددې لامل نه سوې چي په راتلونکې لوبه کي د ښه مدیریت پخاطر د ريکارډونو په ماتولو او جوړولو لوبه پایته ورسيدل؟
کله کله خو فکر راته وايي چي د کرکيټ بورډ دا هيله ده چي خلک دي د کرکيټ لوبي ته يوازي ګوري چي موږ څه کوو هغه سم دي، خو دوی دا هير کړی چي کرکيټ ملي لوبه ده،د خلکو لوبه ده او خوا يې په بديږي.
اوس ولس په کرکيټ پوهيږي، کرکيټ يې مطالعه کړی او د ۱۰ کاله مخکي کرکيټ ته چکچکي نکوي خو نوښت غواړي.
خلک ښه لوبه غواړي، ګټل نه، ولس ځوانان غواړي ميراثيان نه، او کرکيټ هغه وخت جوړيږي چي هر لوبغاړی تر کلونو انتظار وروسته د وړتيا په اساس راځي نه د اعتبار!
او کله چي بورډ د معاملو څخه خلاص سي.