فبروري 27, 2021

ولسي جرګې له اوږد ځنډ وروسته د ۱۴۰۰ کال بودیجه تایید کړه

ولسي جرګې تر اوږدو ناندریو وروسته نن د رایو په اکثریت د ۱۴۰۰ مالي کال بودیجې درېيمه مسوده تصویب کړه.

د ولسي جرګې د مالي او بودیجې کمیسیون وايي چې، حکومت یې غوښتنې عملي کړې دي نو ځکه دغه بودیجه تاییدوي.

د ۱۴۰۰ مالي کال بودیجه څه باندې ۴۷۳ میلیارده افغانۍ ده.

په یاده بودیجه کې ۳۱۱ ملیارده عادي او پاتې نوره یې براختیایي بودیجه ده.

ولسي جرګه داسې مهال د ۱۴۰۰ ام مالي کال بودیجه تصويبوي چې له دې وړاندې یې یاده بودیجه دوه ځلې رد کړې ده.

د یادونې ده چې له دې وړاندې ولسي جرګې د ۱۷ لاملونو له مخې چې یو هم پکې نا انډولي ښودل شوې وه د ۱۴۰۰ مالي کال بودیجې طرحه د رایو په اکثریت رد کړې وه او په هغې کې یې د تعدیل غوښتنه کوله.

په ورته وخت کې د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د انکشافي پروژو د پلي کولو لپاره د بودیجې تصویب ته ډېره اړتیا وه او افغان حکومت د خلکو له استازو مننه کوي چې بودیجې ته یې د تایید رایه ورکړې ده.

ولسمشر غني ویلي چې په بودیجه کې اړین تعدیلات راوستل شوي دي او حکومت تمه لري چې وکړی شي ژر تر ژره په ټپه ولاړې پراختیايي او پرمختیايي پروژې پلې کړي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي


*


وروستي مطالب