اپریل 23, 2021

ولسي جرګه د شنبې په ورځ امنیتي چارواکي احضاروي

ولسي جرګه کابل ته د پاکستان پارلمان د ریيس الوتکې ته د اجازې نه ورکولو له امله امنیتي چارواکي احضاروي.

د ولسي جرګې د دارالانشا له خوا پارلماني چارو وزارت ته په استول شوي مکتوب کې ویل شوي دا چې د نا معلومو دلایلو له امله د پاکستان پارلماني پلاوي الوتکې ته د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر کې د ناستې اجازه نه ده ورکړل شوې باید اړوند مسوولان یې په اړه وضاحت ورکړي.

په دې مکتوب کې د کورنیو چارو او ملي دفاع وزارتونو سرپرستانو، د ملي امنیت رییس، د هوایي چلن ادارې رییس او د حامد کرزي هوایي ډګر مسوولینو څخه غوښتنه شوې، څو د ولسي جرګې د ریيس کاري دفتر ته ورشي او په دې اړه وضاحت ورکړي.

په پام کې وه پرون د پاکستان د ولسي جرګې ریيس او پلاوی د افغانستان د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني په بلنه کابل ته راشي خو د امنیتي ستونزو له امله یې د حامد کرزي هوایي ډګر کې الوتکې ته د ناستې اجازه ورنه کړل شوه.

د ولسي جرګې ټلوېزیون پرون پنجشنبه په خپله رسمي فېسبوک پاڼه لیکلي، «د پاکستان د پارلمان رئیس اسد قيصر او ورسره مل ۱۶ کسيزه پلاوي سفر پلازميني کابل ته وځنډیده.»

یو شمېر رسنیو په کابل کې د پاکستان د سفیر له قوله ویلي چې د یاد هېواد پلاوي الوتکه د افغانستان خاورې ته داخل شوې وه، مګر د امنیتي ستونزو له امله بېرته ګرځېدلې ده.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ویلي و چې د دغه هېواد د پارلمان رئیس اسد قیصر به د حمل په ۱۹مه د پنجشنبې په ورځ په درې ورځني سفر کابل لاړ شي او افغان چارواکو سره به لیده کاته وکړي.

نوموړي کابل ته د اسد قیصر د سفر موخه د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا او د اختلافاتو له منځه وړل بللي و.

وروستي مطالب