ولسمشر غني: نړیواله ټولنه باید نړۍ ته د طالبانو جنایت، قتل او وژنې تشریح کړي

ولسمشر غني په هېواد کې وروستي تاوتریخوالي ته په اشارې ویلي، مدني ټولنه باید د طالبانو له لوري د قتل او وینې بهېدنې پر وړاندې دریځ ونیسي او نړیوالو ته د طالبانو جنایت، قتل او وژنې تشریح کړي.

نوموړي په خپلو تازه څرګندونو کې یو ځل بیا ویلي چې د جګړې د دوام لپاره د طالبانو پلمې ختمې شوې دي.

هغه پر طالبانو غږ کړی دی چې باید له پاکستان سره خپلې اړیکې پرې کړي.

نوموړي د خپلو خبرو پر دوام دغه راز طالبانو ته په خطاب کې ویلي چې تصمیم د دوی په لاس کې دی، که چېرته افغانان وي نو باید خبرو ته حاضر شي څو د مذاکراتو له لارې د یو او بل په درک کولو سره افغانستان تلپاتې سولې ته ورسېږي.

د ولسمشر غني له خبرو سره هممهاله نامعلومو وسله والو په کندهار ولایت کې د مالې وزارت د مطبوعاتو آمر او د طلوع نیوز تلویزیون پخوانی ویاند نعمت روان وژلی دی.

د نوموړي کورنۍ ویلي، چې د روان پر موټر نن غرمه مهال په کندهار ښار کې نامعلومو وسله والو هغه مهال برید وکړ، چې له ښار څخه د کور پر لور روان و.

نعمت روان چې له تیرو څلورو کالو راهیسې یې په کابل کې له طلوع نیوز ټلویزیون سره د خبرونو او سیاسي خپرونو د ویاند په توګه دنده ترسره کوله، تازه په مالې وزارت کې د مطبوعاتو د آمر په حیث ټاکل شوی و.

په کور دننه او بهر د ټولنیزو رسنیو فعالان په دې باور دي، چې روان د طالبانو له لوري د مدني فعالانو، علماوو او خبریالانو د وژلي د لړۍ په دوام په نښه شوی دی.

تراوسه کومې وسله والې ډلې د روان د وژلو مسؤلیت نه دی منلی.

وروستي مطالب