ولسمشر غني نن د تخت استالف هوټل پرانیست

ولسمشر غني نن د کابل استالف ولسوالي ته د خپل سفر په ترڅ کې د (تخت استالف) په نامه تاریخي هوټل تر بیا رغونې وروسته پرانیستی دی.

نوموړي د یاد هوټل د پرانیستي په مراسمو کې وویل، خوښ دی چې افغانستان له ویجاړۍ څخه د ابادۍ او هوساینې پر لور روان دی.

هغه زیاته کړې، نن ټولو افغانانو ته د ده پیغام دا دی چې افغان دولت د جګړې ویجاړۍ ابادوي او د هېواد د ابادۍ په برخه کې د دوی په اراده کې هیڅ ډول شک او شبهه وجود نه لري.

ولسمشر غني دغه راز د استالف له اوسېدونکو سره ژمنه وکړه چې د تاریخي مخینې په ساتلو سره د استالف بازار د بیا جوړېدو واضح طرحه به چمتو کړي.

نوموړي دغه راز اړوندو ادارو ته لارښوونه کړې چې د اوبو بند په اړه دې سروې وکړي، د استالف صنعتي پارک دې جوړ او یوه برخه دې د دې ولسوالۍ ښځو ته ځانګړې کړي.

د یادونې ده چې نن په کابل کې د امریکایي سفارت شارژدافیر راس ویلسن هم ویلي چې پر بنسټیزو پروژو بریدونه د افغانستان پر راتلونکې برید دی.

نوموړي پر خپل ټویټر لیکلي چې حکومتونه، روغتونونه او ښوونځي د فعالیت لپاره برېښنا ته اړتیا لري چې په هیڅ صورت باید تخریب نه شي.

نوموړي ویلي، برېښنا ته لاسرسی د افغانستان د شلو کلونو یو له ډېرو استثنایي لاسته راوړنو څخه دی او په هیڅ صورت باید چاته د برېښنایي پروژو د تخریب اجازه ورنه کړل شي.

هغه ویلي چې په ۲۰۰۱ میلادي کال کې افغانانو یوازې ۶ سلنې برېښنا ته لاسرسی لرل خو اوس دېرش سلنه وګړي برېښنا ته لاسرسی لري.

هغه ټینګار کړی دی چې امریکا به د ژوند ښه والي په برخه کې د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکړي او دوی هڅه کوي چې ډېر ژر میلیونونه افغانانو ته برښنا برابره کړي.

وروستي مطالب