ولسمشر غني: موږ سولې ته ژمن یو، طالبان جدي خبرو ته نه حاضرېږي

ولسمشر غني وایي، چې افغان دولت د سولې خبرو ته ژمن دی خو په وینا یې طالبان جدي مذاکراتو ته نه حاضرېږي.

نوموړي دا څرګندونې نن په ارګ کې د سره صلیب کمېټې له نوي رییس ایلوا فیلیون سره په لیدنه کې کړې دي.

د ارګ د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د سره صلیب پخواني رییس د نوي رییس د معرفي کولو تر څنګ وویل چې دوی په دوحه کې د جمهوریت او طالبانو ډلې مذاکراتي پلاویو سره په اړیکه کې دي، څو د بشري حقونو بین المللي قوانینو اړوند مسایل د عمده بحث په توګه د سولې خبرو کې په پام کې ونیسي.

ارګ وایي چې ولسمشر غني د افغانستان لپاره د دغه بنسټ پر راپورونو د نیوکې ترڅنګ ویلي چې یاد بنسټ باید په افغانستان کې د ماینونو د ځای پر ځای کولو په اړه غبرګون وښیي.

نوموړي دغه راز زیاته کړې چې په دوحه کې د سولې په خبرو کې د بشري حقونو بحث ته هېڅ پام نه دی شوی او باید دغه موضوع د یادو خبرو مهمه برخه وګرځي.

ولسمشر غني داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې نن په سعودي عربستان کې د افغان سولې په اړه د اسلامي علماوو کنفرانس جوړ شوی دی.

په دې کنفرانس کې د افغانستان او پاکستان دیني علماوو ګډون کړی دی، همدا راز د سعودي عربستان چارواکي، دیني علما او د اسلامي همکاریو د نړیوال سازمان غړي هم ددې کنفرانس ګډونوال دي.

دوی په یوه خوله په افغانستان کې د روانې جګړې د ختمېدو غوښتونکي دي او له ښکېلو لورو غواړي چې د سولې لپاره رامنځ ته شویدی.

په سعودي عربستان کې د پاکستان سفیر وویل چې دوی د سولې غوښتونکي دي او تمه لري چې د افغان سولې روانه پروسه یوې پایلې ته ورسېږي.

پاکستاني سفیر دغه راز ټینګار کړی چې دوی د سولې ملاتړي دي او تل یې په دې برخه کې همکاري کړې ده.

هغه زیاته کړې چې پاکستان تل طالبان د سولې خبرو ته هڅولي دي او ددې غوښتونکي دي چې ګاونډی افغانستان یې له سولې برخمن شي، ځکه ددغه هېواد سوله د ټولې سیمې سولې او ثبات ته مهمه ده.

یاده غونډه کې د اسلامي همکاریو په چارو کې د پاکستان وزیر نورالحق قادري ویلي چې دوی نن پر یوې ډېرې مهمې موضوع د خبرو اترو لپاره سره راټول شوي دي.

هغه زیاته کړې، سعودي تل د اسلامي امت د اتفاق سبب کرځیدلی، اسلام هر وخت په سوله او امن ټینګار کړی دی. نوموړي زیاته کړې چې اسلام د امن او سولې دین دی او هیڅکله یو مسلمان بل هغه ته ضرر او درد نه رسوي.

په ورته وخت کې د اسلامي همکاریو په سازمان کې د پاکستان استازی رضوان سعيد شيخ هم افغان سوله د ټولې سیمې په ګټه بللې او ټینګار یې کړی دی چې افغانان باید په خپلو کې سره جوړ شي او سوله وکړي.

غونډې ته د افغانستان د حج او اوقافو وزیر محمد قاسم حلیمي په سعودي عربستان کې د افغان سولې په اړه جوړ شوي کنفرانس ته ویلي چې طالبان د دوی د کلیمې وروڼه دي او دوی د یادې ډلې په څېر نه دي چې خپل ورور ته د کافر کلیمه استعمال کړي.

نوموړي زیاته کړې چې طالبان هم د قبلې اهل دي او کلمه وایي او د حکومت لوري ته افغانان هم، خو طالبان حکومتي لوري ته ولاړ کسان کافران بولي او مرګ یې واجب بولي.

حلیمي د اسلامي نړۍ پر دیني عالمانو غږ کړی دی چې په افغانستان کې د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره سره یو موټی شي او د خپلې دیني وجیبې له مخې، په دغه هېواد کې روانې ورور وژنې او وینې تویېدنې ته د پای ټکی کېږدي.




وروستي مطالب