ولسمشر غني: طالبان د افغانانو په وژلو سره د ملت او خدای پر وړاندې مسوول دي

ولسمشر غني وایي طالبان د افغانانو پر وړاندې د نامشروع جګړې په ادامې سره د سولې لپاره رامنځ ته شوی فرصت ضایع کوي.

د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلامیه کې ولسمشر غني په لوګر کې د تېر ماښام برید په کلکو ټکو غندلی او هغه یې یو غیر اسلامي او غیر انساني عمل بللی دی.

نوموړي ویلي چې دا کار د طالبانو دی او په خبره یې دغه ډلې د افغانانو پر وړاندې خپلې جګړې ته ادامه ورکړې ده او غواړي دا ثابته کړي چې پر سوله ییز حل باور نه لري.

ولسمشر غني وایي طالبان د افغانانو په وژلو سره د ملت او خدای پر وړاندې مسوول دي.

ولسمشر طالبان تورن کړي چې د سولې په برخه کې د هڅو پر ځای د وضعیت په پېچلي کولو بوخت دي او هڅه کوي په افغانستان کې جګړې او تاوتریخوالی ډېر کړي.

په ورته وخت کې د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله د لوګر د وروستۍ چاودنې د غندلو تر څنګ یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی دی چې له جګړو لاس په سر شي.

نوموړي په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي دوام ددې سبب شوی چې دغه ډول غیر انساني بریدونو ته زمینه برابره شي له همدې امله یادې ډلې ته په کار ده چې ژر تر ژره له جګړو لاس په سر شي او د سولې لار خپله کړي.

داکټر عبدالله عبدالله ویلي، دمګړی د افغان سولې لپاره په نړیواله کچه هڅې ډېرې شوې دي خو دغه ډول وحشیانه او بزدلانه بریدونه کولی شي چې دا هڅې له خنډ سره مخ کړي او له افغانانو د سولې فرصت واخلي.

ملي مصالحې عالي شورا یو ځل بیا له طالبانو غوښتي چې د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت دې سرتاسري اوربند اعلان کړي.

د یادونې ده، چې تېر ماښام د روژه ماتي پر مهال د لوګر په مرکز پل علم کې درنه چاودنه وشوه.

ځینې راپورونه په پېښه کې د دېرشو خو ځينې بیا د ۲۱ کسانو د وژل کېدو او شاوخوا ۹۰ کسانو د ټپي کېدو خبر ورکوي.

دې پېښې په ټولنیزو رسنیو کې هم د خلکو سخت غبرګونونه پارولي دي او هغه یې غیر انساني عمل بللی دی.

طالبانو تر اوسه د دغه برید مسولیت نه دی منلی.

وروستي مطالب