اپریل 19, 2021

ولسمشر غني: طالبان دې دا ناروا جګړه پای ته ورسوي

ولسمشر غني یو ځل بیا پر طالبانو غږ وکړ چې د سولې وړاندیز ومني او له جګړو لاس واخلي.

نوموړي نن په ارګ کې په یوه جوړه شوې غونډه کې د خبرو پر مهال وویل چې طالبان په ویاړ په تېر یوه کال کې د بهرنیو ځواکونو د نه وژلو خبره کوي، خو د افغان ځواکونو پر وړاندې یې ناروا جګړه جاري ساتلې ده.

د هغه په خبره طالبان باید په دې ځان پوه کړي چې خپل ورور وژني او د خپلو وروڼو پر وړاندې روانه جګړه باید پای ته ورسوي.

نوموړي همدا راز ټینګار کړی چې افغان حکومت د سولې ملاتړی دی او طالبانو ته په کار ده چې د سولې له پروسې سره یو ځای شي او په دې توګه په هېواد کې د پردیو په لاس روانه کړې جګړه پای ته ورسوي.

ولسمشر همدا راز وویل چې افغان حکومت پیاوړې بهرنۍ پالیسي لري او له ټولو هېوادونو سره یې اړیکې پر دوه اړخیزو ګټو ولاړې دي او دغه هېواد د خپل موقعیت له امله دایمي دوست او دښمن نه لري له همدې امله افغان حکومت باید خپلې اړیکې په سمه توګه مدیریت کړي.

په ورته وخت کې زلمی خلیلزاد وایي تمه لري چې نوی کال په افغانستان کې د سولې او سوکالۍ کال شي.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د نوي کال د مبارکۍ په مناسبت په ټوېټ پیغامونو کې ټولو افغانانو ته د نوي کال مبارکي ورکړې ده او وایي تمه لري چې نوی کال په افغانستان کې د سولې او سوکالۍ کال وي.

خلیلزاد داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې د افغان سولې په اړه د مسکو کنفرانس پای ته ورسېد او ټولو له سیاسي لارې د افغان جګړې پر ختمولو ټینګار وکړ او ټاکل شوې چې په راتلونکې میلادي میاشت کې د ترکیې کنفرانس هم ترسره شي.

د یادونې ده چې زلمي خلیلزاد تېره ورځ هم ویلي وه چې د ترویکا ناستې غړو اعلامیه د افغان سولې ټینګښت او د دې پروسې د چټکتیا لپاره مؤثره او ګټوره وه.

زلمي خلیلزاد پرخپله ټویټر پاڼه لیکلي وه، د مسکو دوه ورځنۍ ناستې کې یې د افغان حکومت او طالبانو استازي وهڅول، چې په ترکیه کې د سولې په اړه جوړېدونکې ناسته کې برخه واخلي.

ټاکل شوې چې ترکیه راتلونکې اپرېل میاشت کې د افغان سولې په اړه د یوې سترې غونډې کوربتوب وکړي.

خلیلزاد همدارنګه ویلي، چې د سولې پروسې په برخه کې د مرستې لپاره د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي، ژان آرنو لت د ټاکل کېدو، چې یو پیاوړی ډيپلومات دی هرکلی کوي.