ولسمشر غني: طالبانو د خپل ظلم څیره نه ده بدله کړې

ولسمشر غني وایي، چې طالبانو هیڅ راز مثبت تغیر نه دی کړی، بلکې لا ظالمان شوي دي.

هغه یو ځل بیا څرګنده کړې چې طالب وسله والو تر اوسه پورې د سولې لپاره هیڅ اراده نه ده ښودلې او ټینګار یې کړی دی چې دغه ډله سوله نه غواړي.

نوموړي چې د کابینې غونډې ته یې خبرې کولې دغه راز د طالبانو له لوري نیول شویو سیمو ته په اشارې وویل چې دغې ډلې، په نیول شویو سیمو کې په ښوونځیو کې هغه مضمونونه هم له نصاب څخه لرې کړي دي چې پکې هېوادنۍ مینه زده کوونکو ته ورښودل کېږي.

ولسمشر غني دغه راز ویلي چې یادې ډلې تاریخ او جغرافیه هم له نصاب څخه حذف کړي او په دې سره هڅه کوي چې هېواد د بربادۍ لور ته سوق کړي.

بل لورته څېړونکي وایي چې د افغانستان د تعلمي نصاب نه د وطن دوستۍ ،تاریخ او جغرافیې مضامین ویستل به دټولنې سره د ښکاره دښمنۍ په معنا وي او افغان ولس به کله هم طالبانو ته دا جازه ورنکړي چې د افغانستان نوی نسل د تاریخ،جغرافیې او وطن سره دمینې نه بې خبره وساتي.

طالبانو تر اوسه د نوموړي دې څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

وروستي مطالب