ولسمشر غني طالبانو ته: یا مذاکراتو ته راسره کېنئ یا مو د جګړې په ډګر کې ګونډې ماتوم

ولسمشر غني وایي افغانستان له یوه بې مخینې تجاوز او جګړې سره مخ دی.

ولسمشر غني نن د ملي شورا فوق العاده غونډې ته د خبرو پر مهال وویل چې افغان ځواکونه منظم دي او د یوه داسې پلان عملي کول پیل شوي چې پر بنسټ به یې په راتلونکو شپږو میاشتو کې استقرار رامنځ ته شي او ترهګر به سخته ماتې وخوري.

ولسمشر په خپلو خبرو کې وویل، چې د روانې جګړې تر شا نړیوالې ترهګرې ډلې، قاچاقبران، د سیمې استخبارات او ککړې مفکورې دي چې دا جګړه یې سخته او پېچلې کړي ده نو له همدې امله هر افغان ته په کار ده، چې ددې نارواوو پر وړاندې ودرېږي.

هغه یو ځل بیا د طالبانو په اړه وویل چې طالبان په سوله باور نه لري او دوی هڅه کوي چې دغه هېواد د نیابتي جګړې پر ډګر بدل کړي، افغانستان پر نورو پورې وتړي او دلته تورې تیارې راولي.

ولسمشر غني ټینګار وکړ، چې سوله یې لومړیتوب دی؛ خو هېواد له یوې خوا له بهرنیو او کورنیو تلبیغاتو سره مخ دی او له بلې خوا د سولې پر وړاندې د طالبانو مقاومت افغان پوځ اړ کړی چې د جګړې پر ډګر تمرکز ډېر کړي.

هغه زیاته کړه، چې یا به طالبان د مذاکرې پر مېز ورسره کېني او یا به یې د جګړې په ډګر کې ګونډې ماتوي.

هغه د ملي شورا پر غړو هم غږ وکړ، چې په دې حساسو شرایطو کې تر نورو ټولو ګټو د هېواد او ملت ګټو ته لومړیتوب ورکړي او په افغانستان کې د روانې پردۍ جګړې د ختمولو لپاره هڅه وکړي.

د ملي شورا غړو د نننۍ فوق العاده غونډې په پای کې یوه ګډه اعلامیه صادره کړه او په هغه کې یې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې په دې سختو شرایطو کې د افغانستان لاسنیوی وکړي.

دوی همدا راز له طالبانو وغوښتل، چې روانې جګړې پای ته ورسوي، عامه تاسیسات دې نه ورانوي او د سولې خبرو ته دې حاضر شي.

د ملي شورا غړو همدا راز ټینګار وکړ، چې د تېرو شلو کلونو لاس ته راوړنو ساتنه کوي او اجازه نه ورکوي چې بشري حقونه، د بیان ازادي، د مېرمنو حقونه او نورې لاس ته راوړنې له خطرونو سره مخ شي.

دوی د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پر ملاتړ هم تاکید کړی دی او زیاته کړې یې ده چې د اړتیا په صورت کې د جګړې لومړۍ کرښې ته ځي او د هېواد د دښمنانو پر وړاندې درېږي.

دغه اعلامیه داسې مهال صادرېږي چې په هېواد کې جګړې اوج ته رسېدلې دي خو ولسمشر غني ژمنه کړې چې وضعیت به کنټرولېږي او ترهګرې ډلې به خپلو موخو ته و نه رسېږي.

About عاقله اسد 938 Articles
په کابل کې د یاران خبریاله