ولسمشر غني: سوله قرباني غواړي، موږ تر وخت مخکې ټاکنو ته چمتو یو

ولسمشر غني په کوهدامن کې د جمهوریت په ملاتړ جوړې شوې غونډې ته په خبرو کې یو ځل بیا د جمهوریت پر ساتنې ټینګار کړی دی او ویلي یې دي چې د مشروعیت سرچینه اساسي قانون دی او د ننګونو په وخت کې اساسي قانون ته له مراجعې پرته بله لاره نه شته او که وي هم تر ګټو به یې زیانونه ډېر وي.

هغه زیاته کړې چې د ده طرحه له روانې تپل شوې جګړې څخه عادلانه سولې ته تلل دي.

نوموړي زیاته کړې چې که چېرته طالبان سوله غواړي نو را دې شي د لویې جرګې له لارې دې خپلې غوښتنې د افغانستان له خلکو سره شریکې کړي.

ولسمشر غني همدا راز زیاته کړې چې سوله قرباني غواړي او په وینا یې دوی د نړیوالې ټولنې تر څار لاندې تر وخت مخکې ټاکنو ته چمتو دي.

نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې په ترکیه کې د افغان سولې په تړاو مهمه ناسته تر سره شي.

په ورته وخت کې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي چې دوی له خلیلزاد سره د ترکیې د غونډې پر اجنډا خبرې کړې دي او د دغې ناستې په اجنډا کې مهم موضوعات ټاکنې او اوربند دواړه شامل دي.

نوموړي نن د کابل په کوهدامن کې د جمهوریت په ملاتړ جوړې شوې غونډې ته دغه راز ویلي چې که د ترکیې په ناسته کې هوکړې ته ورسېږي، نو د هوکړې هره برخه به د افغانستان لویې جرګې ته وړاندې شي.

صالح زیاته کړې چې دوی د سولې ټینګښت لپاره ډېرې قربانۍ ورکړې دي خو تر ټولو ستره اشتباه یې د پنځه زره طالبان زندانیانو خوشې کول وو چې په وینا یې د یادو پنځه زره زندانیانو له ډلې ۷۵ سلنه یې بېرته د جګړې ډګر ته ستانه شوي دي.

هغه ټینګار کړی دی چې دوی به دا تېروتنه بیا تکرار نه کړي.