ولسمشر غني: زما د وژلو پلان جوړ شوی و، د ډاکټر نجیب سناریو تکراریده

ولسمشر محمد اشرف غني نن شپه له اماراتو څخه په خپل ویدیویي پیغام کې وویل، چې له هیواد نه دی تښتیدلی او نه نیت لري چې وتښتي او یا چیرته پناه واخلي.

نوموړي وویل، چې د عزت له مرګ یې ویره نه لرله؛ خو نه مې غوښتل، چې کابل کې دې د خلکو وینه تویه شي.

د هغه په وینا: “د تیرې یکشنبې په ورځ د خپل کار په دفتر کې د خپل عادي کاري مهالویش په جوړولو بوخت وم. غرمه مهال د کابل د وضعیت د ارزونې لپاره د دفاع وزارت د سوق او ادارې ته روان وم، ناڅاپه زما ساتونکي راورسېدل چې یوه لویه دسیسه خنثا کړي او زه یې له ساحې نه وایستلم.”

ولسمشر غني وویل پر امنیتي ځواکونو ویاړم او د پخواني ولسمشر حامد کرزي او عبدالله عبدالله د هڅو ملاتړ کوم تر څو د سولې خبرې کامیابي کړي.

غني وویل د اماراتو له ګمرکونو پوښتنه کولای شئ له هیواد مې پیسې نه دي وړې او دا تور په کلکه ردوم.

ولسمشر غني زیاته کړه، چې له هېواد مې د وتلو لامل دا وو چې وژل کیدم.

‏د هغه په وینا زما د وژلو پلان جوړ شوی و، د ډاکټر نحیب سناریو تکراریده.

هغه د وروستیو حالاتو بدلون ته خوشبینه وو او زیاته یې کړه چې ډیر ژر به هیواد ته ستون شم.

هغه همدا راز وویل، چې د پیسو ویستلو اوازې دروغ دي، د کوربه هېواد له ګمرکونو پوښتنه کولی شئ.

د یادونې ده چې ولسمشر غني نن په ټوېټر خپل پیغام کې وویل، چې نن شپه د کابل په وخت نهه نیمې بجې په هېواد کې د وروستيو تحولاتو په اړه ملت ته وينا لرم.

له دې وړاندې د متحده عرب اماراتو د بهرنیو چارو وزارت وویل چې غني او د هغه کورنۍ ته یې د انساني خواخوږۍ په بنیاد په هېواد کې هرکلی وېلی دی.

ولسمشر غني داسې مهال دا خبرې کوي، چې ډېری خلک د نوموړي له تګ وروسته د هغه د ژوندي پاتې کېدلو په اړه اندېښمن وه.

وروستي مطالب