ولسمشر غني: د وضعیت بدلون ته پلان لرو، ژر به مثبت بدلون راشي

ولسمشر غني وایي چې د طالبانو جګړه هیڅ راز دیني او ملي مشروعیت نه لري.

نوموړي ویلي چې د دوی ټول تمرکز د وضعیت پر مدیریت دی او د ځانګړو پلانونو پر بنسټ به له دریو تر شپږو میاشتو پورې په وضعیت کې پام وړ مثبت بدلون راشي.

نوموړي دا څرګندونې نن مخکې له غرمې د ځانګړو عملیاتو قول اردو څخه د لیدنې پر مهال کړې دي.

ولسمشر غني، کومانډو ځواکونو ته په خطاب کې ویلي چې د دښمن نیت صاف نه دی، تاسې باید ځان ثابت کړئ څو دښمن خپل ارمان ګور ته یوسي.

هغه دغه راز ملي امنیتي ځواکونو ته د هر راز ملاتړ ډاډ ورکړی دی او زیاته کړې یې ده چې تېرې لاسته راوړنې به نه ضایع کېږي او ټول به په ګډه د افغانستان د ښې راتلونکې لپاره کار ته دوام ورکوي.

د یادونې ده چې پرون ورځ هم ولسمشر غني وویل دوی ته ثابته شوې چې طالبان د سولې نیت او اراده نه لري.

ولسمشر غني د لوی اختر د لمانځه تر مراسمو وروسته د خبرو پر مهال وویل چې افغان حکومت د سولې اراده او نیت لري او دوحې ته د وروستي پلاوي په لېږلو یې دا نیت ثابت کړ.

هغه وویل نړیوال باید په دې پوه شي چې طالبان د جګړو له لارې ځان بریا ته رسول غواړي او د سولې لپاره هېڅ نیت او اراده نه لري.

هغه د خوشي شوو طالب زندانیانو په اړه وویل چې دا لومړۍ د نړیوالو تېروتنه وه او دویم د هغو کسانو تېروتنه وه چې فکر یې کاوه د بندیانو په خوشي کولو به سوله راځي.

د ولسمشر په وینا دغه خوشي شوي بندیان دمګړی د جګړو په لیکو کې دي او نړیوالو ته هم ثابته شوه چې طالبان پر ژمنو عمل نه کوي.

ولسمشر غني همدا راز ټینګار وکړ چې طالبان لا هم له ترهګرو ډلو سره اړیکه لري، صحرايي محکمې کوي، عامه تاسیسات ورانوي، جوماتونه په بمونو الوزوي او په افغانستان کې یې جګړو ته ادامه ورکړې ده.

ولسمشر په خپلو خبرو کې دا هم وویل چې طالبان لا هم په پاکستان کې امن مرکزونه لري او له دې ځایه په افغانستان کې جګړې کوي.

ولسمشر غني یو ځل بیا پر نړیوالو نیوکه وکړه چې پر طالبانو یې باور وکړ او داسې یې انګیرله چې ګواکي دغه ډله سولې ته ژمنه ده.

نوموړي دا هم وویل چې د طالبان کړنې نه دیني مشروعیت لري او نه هم ملي، نو ځکه یې جګړه ناروا ده او هېڅ راز دیني توجیه نه لري.

ولسمشر غني زیاته کړه، چې طالبانو په افغانستان کې دیني او ملي مشروعیت له لاسه ورکړی دی.

ولسمشر غني د پوښتنې په شکل له طالبانو وپوښتل چې ایا پاکستان چې ستاسو ملاتړ کوي او تاسو ته یې پناه درکړې ده تاسو کله هم د پاکستان د نظام او اساسي قانون په اړه پوښتنه کړې ده؟

فرید هوتک؛ د پاکستان پر وړاندې اعلان شوي نوملړ سره ۸۵ سلنه افغانان موافق دي

by سمیع الله درانی in سپورټ

  د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک په خپله فیسبوکپاڼه لیکلي، چې د پاکستان پر وړاندې درېیوو یو ورځنیو لوبو ته له اعلان شوې لوبډلې ۸۵ سلنه هېوادوال راضي دي او یاده لوبډله یې وړ ... نور ولولئ