اپریل 19, 2021

ولسمشر غني: د هېواد لږ تر لږه ۵۰ سلنه عواید غلا کېږي

ولسمشر غني ویلي چې د هېواد په حکومتي ادارو کې له دولتي منابعو هیڅ ګټه نه اخیستل کېږي.

نوموړي نن د ځوانانو عالي شورا د پرانیستې په مراسمو کې ویلي چې افغانستان پرېمانه طبیعي زېرمي لري او که په ښه توګه مدیریت شي نو هیڅ افغان به له لوږې سره مخ نه شي.

هغه له ډېرو جزیاتو پرته وویل چې اوسمهال د هېواد لږ تر لږه ۵۰ سلنه عواید غلا کېږي.

نوموړي ځوانانو ته په خطاب کې وویل، هر هغه څوک چې تعصب او فساد کوي، ملي وحدت ته صدمه رسوي، د هغوی پر وړاندې باید پیاوړې او کارنده مبارزه وشي.

ولسمشر غني دغه راز د سولې پروسې ته په اشارې څرګنده کړې چې په تېرو ۴۲ کلونو کې د افغانستان خلک د سولې له حقه بې برخې وو او اوس باید په خپله د خپل راتلونکي نظام د جوړونې لپاره پرېکړه وکړي.

د یادونې ده چې دې هېل نشریې په خپله یوه مقاله کې ویلي چې پاکستان د ځان د ساتلو او د خپل سیال هند د وېرولو لپاره له شاوخوا شلو کلونو راهیسې په افغانستان کې نیابتي جګړه روانه کړې ده او لا هم ادامه ورکوي.

سرچینه کاږي چې د پاکستان استخباراتي اداره په مستقیمه توګه په افغانستان کې د روانې نیابتي جګړې تر شا ده او دا نړیوالو ته لکه لمر داسې روښانه ده.

دې هېل نشریې ویلي نړیوال باید په افغانستان کې تر سولې مخکې پاکستان د نیابتي جګړو او وسله والو ډلو له ملاتړ راوګرځوي.

سرچینه زیاتوي، په افغانستان کې د نیابتي جګړې د پاللو له امله پخپله پاکستان هم زیانمن شوی او په ځلونو یې له خپل سیال هېواد هند وروسته پاتې شوی دی.

په مطلب کې راځي چې په افغانستان کې هم د پاکستان دغه نیابتي جګړې د شاوخوا ۲۵۰۰ امریکایي عسکرو او ۱۲۴ زره افغانانو ژوند اخیستی دی او دا خونړۍ جګړه باید نوره پای ته ورسول شي.