ولسمشر غني د دویم پړاو خبرو د پیل لپاره د دولت له مرکچي پلاوي سره ولیدل

ولسمشر اشرف غني د افغان دولت د مذاکره کوونکي پلاوي له رئیس معصوم ستانکزي او غړو سره وکتل.
له ارګ په خپره شوي خبرپاڼه کې راغلي چې دغه لیدنه نن یکشنبه مازدیګر په چهارچنار ماڼۍ کې تر سره شوه او ښاغلي ستانکزي په تېرو څو اونیو کې د افغان ولس له بېلابېلو اقشارو سره د خپلو لیدنو راپور له ولسمشر سره شریک کړ.
خبرپاڼه زیاتوي، ښاغلي غني مذاکراتي پلاوي ته سپارښتنه وکړه چې له مقابل لوري سره د اساسي قانون په رڼا کې خبرې وکړي، ترڅو مذاکرات په بریالیتوب سره مخته لاړ شي.
تر دې وړاندې د افغان دولت مرکچي پلاوي ویلي و چې دوی له چارواکو، سیاستوالو، ګوندنو او د ټولنې له نورو قشرونو سره مشورې کړي او په پوره چمتووالي خبرو ته ورځي.
د یاد پلاوي په وینا چې له مقابل لوري سره به په اوربند او سیاسي مشارکت چې د دویم پړاو خبرو له مهمو مسایلو څخه دي بحثونه وشي.
ټاکل شوې چې سبا دوشنبه حکومتي پلاوی دوحې ته سفر وکړي او د سه شنبه په ورځ خبرې پیل شي.
د یادونې وړ ده چې پرون شنبه ولسمشر اشرف غني د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني سره د سولې او اوربند په هکله ټلیفوني خبرې کړي دي.
ولسمشر ماڼۍ پرون شنبه په یوه بیان کې ویلي و چې په دغه ټلیفوني مکالمه کې د قطر امیر ژمنه وکړه چې حکومت به یې د اوربند ټینګېدو په اړه د زمینې برابرولو برخه کې هڅه وکړي.
د بیان له مخې، د قطر امیر ډاډ ورکړی چې اوربند ته به د طالبانو په چمتو کولو کې خپلې هڅې ګړندۍ کړي.
په ورته مهال د ملي روغې جوړې عالي شورا هیله ښودلې چې افغان پلاوی به په دې پړاو خبرو کې له طالبانو سره یوې هوکړې ته ورسېږي.
د یادونې وړه ده چې د سولې د لومړي پړاو خبرو له پیل راپدېخوا په افغانستان کې جګړو زور اخیستی دی.
که څه هم پاکستان او امریکا په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې او د تاوتریخوالي د کمښت او اوربند غوښتنې یې کړي، خو طالبانو تر اوسه په څرګندو الفاظو خپل دریځ نه دی روښانه کړی.
د افغان سولې دویم پړاو خبرې چې ټاکل شوې د راتلونکي سه شنبې په ورځ پیل شي، د چارواکو په وینا چې هم مهال ورسره تاوتریخوالی او د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې د جګړې شدت زیات شوی دی چې هره ورځ د جګړې د ښکیلو خواوو سربیره د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې راپورونه ورکول کېږي.
بل لورته د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویاندې ناجیې انوري نن رسنیو ته وویل: “د افغانستان د سولې پروسه پېچلې ده. مګر دولت او د افغان دولت مذاکراتي پلاوی د خلکو د غوښتنو او ملي ګټو په پام کې نیولو سره د دې پروسې د بریا لپاره پوره هوډ لري.”
د دولت او طالبانو مذاکره کوونکي به را روانه سې شنبه په قطر کې تر شل ورځینۍ وقفې وروسته یو وار بیا مذاکرې پیل کړي.
د عامو خلکو هم د سولې خبرو لپاره هیلې زیاتې شوي دي او له طالبانو یې لومړنۍ غوښتنه د اوربند ده.
خو ددې هر څه سره سره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر بیا په تازه څرګندونو کې د سولې خبرې یو ښه پرمختګ بللی او پر خپله ټوېټرپاڼه یې لیکلي چې په تېر یوه کال کې په افغانستان کې د دوی هېڅ سرتېری نه دی وژل شوی.
د پمپیو دې څرګندونو د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ او مشرانو جرګې غبرګونونه راپارولي دي.
د سولې دوهم پړاو خبرې داسې مهال قطر کې بیا پیلیږي چې څو ورځې وړاندې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب طالبانو ته وړاندیز وکړو چې دوهم پړاو خبرې دې په افغانستان کې پیل کړي خو طالبانو د محب خبرو ته هیڅ ډول دلچسپي ونه ښوده.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي