ولسمشر غني: د جګړې او وینې بهېدنې مسوول طالبان دي ول

ولسمشر غني وایي چې هیڅکله به کومې معاملې ته تسلیم نه شي.

نوموړي نن له والیانو سره په یو انلاین کفرانس کې ویلي چې که چېرته طالبان فکر کوي چې دوی به ورته تسلیم شي نو په سل کاله به هم خپل دې ارمان ته ونه رسېږي.

نوموړي د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي لوړې کچې ته په اشارې ویلي چې د وینې بهېدنې او ویجاړیو پړه د وسله والو طالبانو او د هغوی د ملاتړ پر غاړه ده ځکه چې په خبره یې، دوی د سولې لپاره پام وړ هڅې کړې دي خو طالبان یوازې پر جګړه باور لري.

ولسمشر غني دغه راز ویلي چې د سولې لپاره د دوی اراده ټولو ته روښانه ده او په هېواد کې د تلپاتې او با عزته سولې لپاره به خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي.

په ورته وخت کې د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وایي چې امریکا به راتلونکې اوونۍ اووه بلک هاک چورلکې افغان ځواکونو ته ورکړي.

نوموړي نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته ویلي چې طالبانو یوه نا اعلان شوې جګړه پیل کړې ده او په خبره یې دغه ډله پر سوله او ډیپلوماسي باور نه لري.

نوموړي زیاته کړې چې افغانان د خپلو خلکو دفاع ته چمتو دي او که چېرته طالبان دا فکر کوي چې خلک به ورته تسلیم شي نو ستره تېروتنه کوي.

هغه د خپلو خبرو پر دوام څرګنده کړې چې افغان ځواکونو په دې وروستیو کې ۱۴ ولسوالۍ بېرته له طالبانو څخه نیولې دي.

دی زیاتوي چې افغانستان کې یو شمېر ترهګري کړۍ فعالیتونه لري چې ګاونډي هېوادونه ورڅخه اندېښنه لري خو دا چې یادې ډلې کومې دي نوموړي په اړه ډېر جزیات ورنه کړل.

بلخوا طالبانو په دې وروستیو کې جګړو ته زور ورکړی دی چې په پایله کې یې تر سلو د ډېرو ولسوالیو د نیولو ادعا هم کوي.

په همدې حال کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له رویټرز خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي چې که څه هم دوی د جګړې په ډګر کې برلاسي دي خو ډېر ژر به د سولې یوه لیکلې طرحه افغان حکومت ته وسپاري.

نوموړي زیاته کړې چې دا طرحه به تر راتلونکې یوې میاشتې پورې بشپړه او افغان حکومت ته وسپاري.

د یادونې ده چې تېره ورځ د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي چې د طالبانو د پرلپسې بریدونو له امله لسګونه زره کورنۍ لویو ښارونو ته راکډه شوې دي.

نوموړي پر خپل ټویټر لیکلي چې په دې وروستیو کې د طالبانو د بریدونو له امله سلګونه زره کورنۍ ښارونو ته راغلې دي چې ځینو یې د خپلو خپلوانو په کورونو کې اړولي او ځینې نور یې سرپناه نه لري او تر خیمو لاندې ډېر ابتدایي ژوند تېروي.

صالح له بې ځایه شویو سره د خپل وس مرستې ژمنه هم کړې ده.