اپریل 19, 2021

ولسمشر غني د برېټانیې له لومړي وزیر سره خبرې کړې

ولسمشر غني د برېټانیې له لومړي وزیر بوریس جانسون سره ټلیفونې خبرې کړې دي.

ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، په دغه ټلیفوني خبرو کې دواړو لورو د افغانستان او برېتانیې د اړیکو د پراختیا او سولې پروسې په اړه بحث او خبرې وکړې.

په دغو خبرو کې د برېتانیې لومړي وزیر د افغانستان سولې پروسې، د سولې روانو هڅو لپاره د سیمه ییزې ډیپلوماسۍ د پیاوړتیا او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د خپل هېواد د دوامداره ملاتړ ډاډ ورکړی دی.

همداراز دواړو لورو د تاوتریخوالي پر زیاتوالي اندېښنه ښودلې او د سولې پروسې پر راتلونکو ګامونو یې د خبرو تر څنګ په افغانستان کې پر تلپاتې اوربند هم ټینګار کړی دی.

دا خبرې داسې مهال کېږي چې تېره ورځ د آلمان د دفاع وزیره په ناڅاپي سفر افغانستان ته راغله.

د آلمان د دفاع وزیره انه گريت کرمپ کارنباور، پرون سهار بلخ ته رسیدلې څو له آلماني ځواکونو سره وویني.

اغلې کارنباور داسې مهال افغانستان ته راغلې، چې د دې هېواد کابینې د تېرې چهارشنبې په ورځ په افغانستان کې د خپلو ځواکونو ماموریت د ۲۰۲۲م کال د جنورۍ تر پایه پورې تمدید کړ.

د آلمان د دفاع وزارت په یوه بیان کې د کرنباور له قوله راغلي، چې چمتو دي په راتلونکي کې د سولې له پروسې خپل ملاتړ ته ادامه ورکړي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي