ولسمشر غني د امریکا د دفاع له وزیر سره پر سولې خبرې کړې

ولسمشر غني د امریکا د دفاع له وزیر لوید استین سره ټلیفوني خبرې کړې دي.
ولسمشرۍ ماڼۍ په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې په دې ټلیفوني خبرو کې د دواړو هيوادونو ترمنځ د اړيکو او د افغانستان د سولې پروسې د وروستيو پرمختګونو په اړه بحث او خبرې وشوې.
خبر پاڼه کې همدا راز راغلي، چې د امريکا دفاع وزير د دې ترڅنګ چې د افغانستان د امنيتي او دفاعي ځواکونو قربانۍ یې ستایلي ویلي، د هيواد نوی حکومت يې د سولې هغې پایداره پروسې چې د افغانانو په ګټه وي او په پايله کې يې دايمي اوربند ترلاسه شي، ملاتړ کوي.
دواړو خواو همدا راز په دې ټېنګار کړی چې د سولې له دغه فرصت څخه ګټه واخیستل شي.
د یادونې ده چې تیره ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره لیدلي دي.
بلېنکن په ټوېټر پاڼه لیکلي، له زلمي خلیلزاد سره یې افغانستان کې د راتلونکو ګامونو، د ترهګرۍ له ګواښه د امریکا د خوندي ساتلو، په افغانستان کې د یو منصفانه او دوامداره جوړجاړي او دې هېواد کې پر دایمي او بشپړ اوربند خبرې کړې دي.
زلمي خلیلزاد هم پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ته یې د افغان سولې بهیر په اړه مالومات ورکړل.
نوموړی وایي، په شرایطو پورې د تړلې ستراتیژۍ په اړه يې خبرې کړې دي، داسې یوه ستراتیژي چې افغانستان ته سوله راولي، د خلکو لپاره د باثباته راتلونکي تضمین وکړي او هېچا ته اجازه ورنکړي چې له افغانستانه امریکا ته او یا یې هم متحدینو ته ګواښ پېښ کړي.
دا لومړی ځل دی چې زلمی خلیلزاد د ولسمشر جو بایډن په واکمنۍ کې د افغانستان د وضعیت په اړه له یوه جګپوړي امریکایي چارواکي سره لیدنه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې دې وروستیو کې له افغانستان د امریکايي ځواکونو پر وتلو خبرې روانې دي او د دې سربېره دې هېواد کې د موقت حکومت بحثونه راپورته شوي دي
ورته مهال امریکا کې د افغانستان د وضعیت ارزولو یوې ډلې چې د کانګرس له خوا ټاکل شوې نوې ادارې ته سپارښتنه کړې ده چې د سولې له روانو هڅو د منلو وړ پایلې د تر لاسه کولو په موخه پکار ده چې تر راتلونکې می میاشتې امریکايي ځواکونه له افغانستان ونه ایستل شي.
کانګرس ته وړاندې شوی رپوټ کې ویل شوي، په اوسني حالت کې له افغانستان د ټولو امریکايي ځواکونو وتل، د کورنۍ جګړې، سیمه ییزې بې ثباتۍ او د القاعده له اړخه د پېښ ګواښ د بیا پیاوړي کېدو لامل ګرځي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




ازاده مبارزه؛ احمدولي هوتک د خپلي راتلونکې سیالۍ په اړه خبر ورکړ

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

د افغانستان د ازادي مبارزې تکړه او نامتو لوبغاړی احمدولي هوتک وايي، د روان ۲۰۲۱م کال د راتلونکې مې میاشتې په ۱۴مه نېټه به د اذربایجاني سیال اُرخان وایلیو پر وړاندي ولوبیږي. هوتک پر خپلې ... نور ولولئ