ولسمشر غني: امریکا ته یې سفر له لاسته راړونو ډک و

ولسمشر غني په واشنګټن کې په یوه خبري کنفرانس کې یو ځل بیا پر طالبانو غږ وکړ چې له جګړو لاس واخلي او د سولې له پروسې سره یو ځای شي.

نوموړي د خپلو خبرو پر مهال وویل چې امریکا ته یې سفر ګټور و او له کانګریس یې د څه باندې ۳،۳ میلیاردو ډالرو مرستو غوښتنه کړې چې دوی ورسره منلې ده.

نوموړي همدا راز ویلي چې د امریکا له دفاعي چارواکو سره یې کتلي دي او دوی ډاډ ورکړی چې له افغان ځواکونو به یې ملاتړ دوام کوي.

ولسمشر دغه راز ټینګار وکړ چې د امریکا او افغانستان ترمنځ اړیکې پیاوړې دي او له ولسمشر جو بایډن سره یې په کتنه کې ددې اړیکو د لا پیاوړتیا ډاډ تر لاسه کړی دی.

هغه یو ځل بیا افغان ځواکونه پیاوړي وبلل او په خبره یې دوی د ګواښونو پر وړاندې د هر ډول مبارزې وړتیا لري.

تېره ورځ ولسمشر جوبایډن له ولسمشر غني او عبدالله عبدالله سره د خپلې لیدنې پر مهال یو وار بیا ویلي چې افغانستان کې یې نظامي حضور پر ختمیدو دی.

بایډن ټینګار کړی چې د افغانانو تر څنګ به ولاړ وي او سفارت به یې پخوا په څیر پاتې شي.

بایډن افغانستان کې د تاوتریخوالي پر ختمیدو ټینګار کړی او هیله یې څرګنده کړې چې افغانان خپلو کې سوله سره وکړي.

په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي دوی غواړي ډاډه شي چې طالبان په رښتیا د سولې غوښتونکي دي کنه.

بلېنکن

د بلینکن په وینا طالبانو دمګړی جګړې شدیدې کړې دي چې د جګړو دا شدت د سولې له خبرو سره همغږی نه دی.

هغه ټینګار کړی چې په افغانستان کې هېڅ لوری هم د زور له لارې واک ته نه شي رسېدلی او نه هم امریکا ددې ملاتړې ده چې په افغانستان کې دې جګړه او تاوتریخوالی دوام وکړي او تر څنګ یې دې یو ځانګړی لوری د خلکو له خوښې پرته ځان واک ته ورسوي.

امریکا دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د سولې خبرې دمګړی په ټپه ولاړې دي خو جګړې د هېواد په ګوټ ګوټ کې خورې شوې دي.

وروستي مطالب