اپریل 20, 2021

ولسمشر غني له افغان سیاسیتوالو سره په ارګ کې وکتل

ولسمشر غني له افغان سیاسیونو سره د سولې د نوو پرمختګونو په تړاو خپلې غونډې پيل کړې دي.

د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ولسمشر غني تېره ورځ ناوخته په ارګ کې د ځینو سیاسي ګوندونو له مشرانو او سیاسي شخصیتونو سره د سولې پر نوو پرمختګونو او اړوندو مسایلو خبرې کړې دي.

اعلامیه زیاته کړې چې په دې غونډه کې پخواني جهادي شخصیت عبدالرب رسول سیاف، د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله او ګڼو نورو سیاسي څېرو ګډون کړی و.

د امریکا تر وروستي لیک او طرحې وروسته دا د افغان سیاسیونو لومړنۍ غونډه ده چې د ولسمشر غني له لوري د سولې په تړاو رابلل کېږي.

د یادونې ده چې په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو کمېټې په استعماعیه غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي چې د افغانستان په اړه د ولسمشر جو بايډن طرحه او پلان واضح دی.

د هغه په خبره بایډن غواړي چې په افغانستان کې روانه جګړه ختمه کړل شي، سرتېري بېرته خپل هېواد ته راستانه شي، دا ډاډ تر لاسه شي چې په افغانستان کې به دایمی سوله تامینیږي او دغه هېواد به یو ځل بیا د جګړو او ترهګرو پر مرکز نه بدلېږي.

بلینکن همدا راز زیاته کړې، امریکا د سولې د راتګ لپاره خپلو ديپلوماتیکو هڅو ته ادامه ورکوي، خو دا ځل یوازې نه ده، بلکې په دې بهیر کې به ملګري ملتونه او د سیمې هېوادونه هم ګډ وي.

د بلینکن په خبره، دوی د سرتېرو د ایستلو پر وروستۍ نېټه پرېکړه نه ده کړې، خو تر څنګ یې په افغانستان کې هر څه له نږدې څاري.

نوموړی زیاتوي، دوی په دې بوخت دي څو وګوري د سولې بهیر څومره اغېزناک و او طالبانو څومره پر ژمنو عمل کړی دی، چې تر دې ارزونې وروسته به خپل دريځ هم روښانه کړي.

وروستي مطالب