ولسمشر غني: افغانستان د سقوط په مرحله کې نه دی

ولسمشر غني وایي، افغان ځواکونه په خپلواک ډول له هېواد څخه دفاع کولای شي.

نوموړي تیر ماښام د اذربایجان په کوربتوب د نظامي ګنجوي بین المللي مرکز په ناسته کې چې د ویډیو کنفرانس له لارې جوړه شوې ویلي چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه په خپلواکه توګه د هیواد دفاع وړتیا لري.

له ارګ څخه په خپره شوې اعلامیه کې د ولسمشر غني له قوله ویل شوي، چې د سقوط په مرحله کې نه یو، امنیتي او دفاعي ځواکونه په خپلواک ډول د هیواد د دفاع وړتیا لري او له څو کلونو راهېسي ۹۴ سلنه عملیات په خپلواک ډول ترسره کوي.

ولسمشر غني له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتلو ته په اشارې ویلي چې افغان حکومت یادې پرېکړې ته درناوی لري او په وینا د دغه بهیر په ترسره کېدو کې به لازمه همکاري وکړي.

نوموړي زیاته کړې چې افغانستان اوس مهال له یوې خوا د سولې پروسې د نوي روایت، سیمه ییز اتصال او همکاریو او له بلې خوا له سیمې ورهاخوا د تروریستي او جرمي شبکو پر وړاندې قرار لري.

د ولسمشر غني په وینا د تروریزم او جرمي شبکو څخه د رامنځته شوي بحران مدیریت لپاره باید له افغانستان سره د تېر په څېر همکاري دوام وکړي.

په ورته وخت کې بیا امریکا وایي، دغه هېواد به له پوځي حضور پرته افغانستان کې د القاعده ډلې احتمالي احیا کېدل په نظر کې ولري.

امریکایي چارواکي زیاتوي، واشنګټن له پوځي حضور پرته کولی شي په افغانستان کې د امریکا پر وړاندې د تروریستي ګواښونو مخه ونیسي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، چې دا هېواد د هر ډول ګواښونو په پام کې نیولو لپاره ابزار لري.

بل خوا د ملي امنیت سلاکار جک سلیوان هم ویلي چې واشنګټن کولی شي په افغانستان کې د ترهګریزو ګواښونو پر وړاندې لاس په کار شي.

سلیوان زیاته کړه چې واشنګټن په افغانستان کې د ښځو او نجونو ملاتړ ته دوام ورکوي او د ده په وینا طالبانو ته یې پیغام واضح دی.