مارچ 3, 2021

ولسمشر غني:که طالبان په ټاکنو کې ګټونکي شي، واک به ورته پرېږدم

ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، له پاکستان سره د طالبانو د اړیکو پرېکول افغانستان کې د سولې لپاره مهمه اړتیا ده.
نوموړی زیاتوي چې سولې ته د رسېدو لپاره باید طالبان له هېواده بهر پټنځایونه ونلري او که طالبان غواړي په افغانستان کې وي، دوه ګونی تابعیت نه لرل يې شرط دی.
ولسمشر غني د لنډ مهاله حکومت پر طرحه هم د نیوکې تر څنګ ویلي، که طالبان ټاکنې ومني او ګټونکي شي، دی به د واک لېږد لپاره حاضر شي.
ولسمشر غني همدا راز زیاته کړې، چې اوس هم د کابل او اسلام آباد تر منځ باور کمزوری دی او تر اوسه د دواړو هېوادونو تر منځ د سرچینو تعریف نه دی شوی.
د هغه په خبره، اسلام آباد په ډېرو برخو کې افغانستان ته اړ دی.
ولسمشر غني ویلي، د پاکستان له لومړي وزیر يې غوښتي، چې طالبانو ته ښکاره ووایي، چې له سیاسي حللارې پرته بله لار نشته.
افغان ولسمشر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې په دې وروستیو کې په هېواد کې جګړې سخت زور اخیستی.
عام افغانان د جګړې له لوريو د اوربند غوښتنه کوي او هیله لري چې طالبان به اوربند وکړي.
عام خلک په تکرار سره د اوربند غوښتنه کوي او وایي چې طالبان د دوی غوښتنې ته کلونه کېږي چې مثبت غبرګون نه ښیي او د راپورونو له مخې طالبانو ته تر اوربند د نظام بدلون مهم دی.
خو د طالبانو دا غوښتنه بیا نه حکومت او نه هم په غوڅ اکثریت عام افغانان مني.
دوی وایي هېڅکله به موقت حکومت ونه مني او چا ته به اجازه هم ورنکړي چې په تېرو لاسته راوړنو یې معامله وکړي.
شاو خوا څلور میاشتې وړاندې د قطر په پلازمینه دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې بین الافغاني مذاکرات پیل شول چې تر اوسه کومې نتیجې ته رسیدلي نه دي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي