اپریل 19, 2021

ولسمشر غني:طالبان د سولې پروسې د ناکامۍ هڅه کوي

ارګ په کابل، هرات او بغلان کې د وروستیو ماین چاودنو پړه پر طالبانو اچولې ده.

له ارګه په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، ترهګرو د خپلو جنایتونو په دوام د درېیو جلا تروریستي بریدونو په پایله کې یو شمېر هېوادوالو ته مرګ ژوبله واړوله.

خبرپاڼه کې د ولسمشر غني له قوله راغلي، د ملکي خدماتو او عامه تاسیساتو پر کارکوونکو، ساتونکو او استادانو چې د هیواد د اولادونو په روزنه او تحصیل بوخت دي، برید د اسلامي او بشري ارزښتونو خلاف جنایت دی اوهیڅ توجیه نه لري.

ولسمشر غني زیاته کړې، د طالبانو له لوري د وروستیو تاوتریخوالیو زیاتوالی ښیي چې دا ډله نه یوازې د اوسني ناورین د سوله ییز او اساسي حل اراده نه لري، بلکې د وضعیت له پېچلي کولو سره د سولې برابر شوی فرصت سبوتاژ کوي.

دا په داسې حال کې ده چې نن د بغلان د استادانو پر موټر په برید کې دوه کسه وژل شوي او شپږ کسه نور ټپیان دي.

د امنیتی سرچینو د معلوماتو له مخې پر دغه موټر په پلخمري ښار کې راکیټي برید شوی دی.

سرچینه وایي چې په وژل شوو کې یو موټر چلوونکی او محصل شامل دي او ټپیان بیا ټول د بغلان پوهنتون استادان دي.

په دې موټر کې ټولټال پنځه ویشت کسه محصلین او استادان د پوهنتون پر لور روان وو، چې د لارې په اوږدو کې برید ورباندې شوی دی.

تر اوسه ددغه برید مسوولیت هېڅ ډلې نه دی منلی.

په ورته وخت کې په کابل کې د تېرې ورځې چاودنې ګڼ غبرګونونه را پارولي دي.

په خواله او نورو رسنیو کې د کابل ښاریانو او کاروونکو د تېرې ورځې چاودنه بوږنوونکې بللې ده.

په دغه پېښه کې د یوې درې کلنې ماشومې او د هغې د مور په ګډون څلور کسه وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.

دغه چاودنه تېره ورځ د پوهنې وزارت، مخابراتو وزارت او اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ملکي کارکوونکو پر یوه ګډ کاسټر ډوله موټر شوې ده.

په هېواد کې د نننه او بهر د بشري حقونو په برخه کې فعالو بنسټونو هم دا برید غندلی او د ورته پېښې د تکرار د مخنیوي غوښتنه یې کړې ده.