ولسمشر غني:طالبان دې د روژې مبارکې میاشتې په خاطر اوربند ته غاړه کېږدي

ولسمشر غني یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی چې له تاوتریخوالي لاس واخلي او د روژې په مبارکه میاشت کې اوربند وکړي.

نوموړي د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت په خپاره کړي پیغام کې ویلي چې روژه د یو بل د زغملو، مهربانۍ او انسان دوستۍ میاشت ده نو طالبانو ته هم په کار ده چې د افغانانو پر وړاندې خپله روانه کړې جګړه پای ته ورسوي او اوربند ته غاړه کېږدي.

ولسمشر غني همدا راز په دې ویډیويي پیغام کې د افغان ځواکونو له سرښندونو ستاینه کړې ده او پر دوی یې غږ کړی چې د روژې مبارکې میاشتې په ورځو او شپو کې دې د خپلو خلکو د امنیت لپاره هڅې ډېرې کړي.

ولسمشر په خپلو څرګندونو کې له دیني علماوو هم غوښتي چې په خپلو بیانیو او ویناوو کې خلک سولې ته وهڅوي، د جګړو په کمولو کې خپل رول ادا کړي او خپل ولسونه د یو بل لاسنیوي او مرستې ته راوبولي.

د یادونې ده چې تېره ورځ ولسمشر غني وویل، افغانان د دې ظرفیت لري چې د سولې لپاره خپلې طرحې جوړې کړي: ” زموږ طرحه له جګړې څخه د یوې تل پاتې سولې په لور تګ ته روښانه ده، هر هغه طرحه که له بېرونه مطرح کېږي، موږ خپله دننه دومره ظرفیت لرو چې هر اړخیزې طرحې وړاندې کړو، سوله زموږ، طالبانو او د نړېوالې ټولنې ترمنځ د خبرو مهم اړخ ده. پرته له دې چې په دوامداره او ګټوره توګه موږ یوې پایله ته ونه رسېږو، څوک دې وارخطايي نه کوي.”

ولسمشر غني همدا راز زیاته کړې وه، حکومت د سولې د راوستلو لپاره خپله اراده او ښه نیت ښودلی.

نوموړی په ټینګار سره وايي، حاضر دی د یوې تل پاتې او هر اړخیزې سولې لپاره د خپل د واک موده کمه کړي.

د هغه په وینا، انتخابات د راتلونکي حکومت د واکدارانو په ټاکل کېدو کې یو اساسي شرط دی او همدغه ټاکنې بیا هغه حکومت ته مشروعیت ورکولی شي.

ولسمشر غني دا خبره یو ځل بیا تکرار کړې چې راتلونکي انتخاباتو کې بیا ځلي د واک ترلاسه کولو لپاره نه کاندیدیږي.

هیره دې نه وي چې تېره ورځ د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکتر نعیم ویلي چې دوی د اپریل میاشتې په ۱۶مه نېټه په ترکیه کې جوړېدونکي کنفرانس کې ګډون ته چمتووالی نه لري.

نوموړي زیاته کړې چې که له دې وروسته پر بل تاریخ غونډه جوړیږي، په اړه یې د دوی مشوره روانه ده او کله چې پرېکړې ته ورسېدل نو اعلان به یې کړي.