ولسمشر غني: قومي مشران دې طالبان مجبور کړي، چې په لویه جرګه کې ګډون وکړي

ولسمشر غني یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی دی چې په پوره جرات جګړه ودروي او د سولې خبرو ته را مخ ته شي.

ولسمشر تېره ورځ ناوخته په ارګ کې له قومي مشرانو او مخورو سره د لیدنې پر مهال ویلي چې حکومت د جګړې ختمولو ته ژمن دی خو طالبانو تر اوسه سولې ته خپله ژمنتیا نه ده ثابته کړې.

د نوموړي په خبره که طالبان په رښتیا د سولې غوښتونکي وي نو جرات دې وکړي، جګړه دې ودروي او د سولې خبرو ته دې رامخ ته شي.

نوموړي دغه راز ټینګار کړی چې د سولې هېڅ هوکړه به د لویې جرګې له تایید پرته نه عملي کېږي.

ده پر قومي مشرانو او مخورو غږ وکړ، څو طالبان سولې ته وهڅوي او دوی اړ کړي چې په لویه جرګه کې له خلکو سره مخامخ خبرو ته کېني.

د یادونې ده چې تېره ورځ هم ولسمشر غني وویل که ډاډه شي چې د زندانیانو په خوشي کولو هېواد ته سوله راځي نو تیار دی چې د طالبانو اووه زره بندیان خوشي کړي.

نوموړي له شپېګل مجلې سره په تازه مرکه کې ویلي چې یوازینۍ هیله یې په افغانستان کې د سولې تامین او دلته د خلکو د خوښې وړ جمهوري نظام پایښت دی.

دده په خبره هېڅ فشار او هېڅ زور ته به تسلیم نه شي او دا هېواد به هېچا ته هم نه پرېږدي.

هغه یو ځل بیا ویلي چې طالبان د پاکستان له پراخ او هر اړخیز ملاتړ برخمن دي.

دده په وینا طالبان په پاکستان کې روزل کېږي، دغه هېواد یې ملاتړ کوي، مالي مرستې ورسره کوي، هلته مرکزونه لري او لا هم پاکستان پر دغه ډله پراخ او هر اړخیز نفوذ لري.

نوموړي تمه ښودلې چې پاکستان په رښتینې توګه له افغان سولې سره همکاري وکړي.

بلخوا تېره ورځ پاکستان یو ځل بیا ویلي چې په افغانستان کې د سولې له پروسې بشپړ ملاتړ کوي او په دې برخه کې همکار دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې په افغانستان کې پر ښکېلو لورو د دایمي اوربند غږ کړی دی او ټینګار یې کړی چې دلته روانه جګړه یوازې د خبرو له لارې ختمېدلی شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي وایي دوی دلته د دایمي اوربند او جګړو د درېدو غوښتونکي دي او د سولې په برخه کې خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي.

قریشي داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې افغان چارواکو په خپلو تازه څرګندونو کې یو ځل بیا د پاکستان پر ژمنو بې باوري څرګنده کړې او دغه هېواد یې د وسله والو ډلو ستر ملاتړی بللی دی.

وروستي مطالب