غني: افغانستان له دایمي ګټو پرته، دایمي دوست او دښمن نه لري

ولسمشر غني وایي، چې د امریکا تر وتلو وروسته د همکاریو د بڼې له بدلون پرته نور هیڅ هم تغیر نه کوي.

نوموړي چې نن یې د (لوبې بدلون فرصت) تر عنوان لاندې یوې جوړې شوې غونډې ته خبرې کولې وویل، ټول هغه امکانات او ملاتړ چې د امریکایي او ناټو ځواکونو له لوري برابرېده افغان ځواکونو ته د لېږد په حال کې دي نو د راتلونکي وضعیت په اړه اندېښنه په کار نه ده.

نوموړي زیاته کړې چې امریکا او ناټو له افغانستان سره اوږدمهالی امنیتي تړون لري چې په خپل قوت به خپل حال پاتې کېږي خو په وینا یې په نوي فصل کې به یوازې د همکاریو بڼه بدلون ومومي.

ولسمشر څرګنده کړې چې سیمه هم د بهرنیو ځواکونو وتلو ته چمتو نه وه او دا ځکه چې افغانستان له دایمي ګټو پرته دایمي دوست او دښمن نه لري.

هغه ټینګار کړی دی چې افغانستان نه غواړي د نیابتي جګړو ډګر واوسي نو د نورو په منازعاتو کې د نه داخلېدو په موخه به د بې طرفۍ سیاست غوره کړي.

نوموړي دغه راز ویلي چې تر څه وخت مخکې داسې فکر کېده چې افغانستان په وچه کې راګېر هېواد دی خو په وینا یې، افغانستان په کافي اندازه ظرفیت لري او کولی شي خپله ملي بودجه له ملي عوایدو تامین کړي.

د ولسمشر غني له خبرو سره هممهاله والسټرېټ ژورنال ویلي، چې امریکا په منځني ختیځ کې د عربو په سمندر کې د الوتکو لېږدوونکې بېړیو ته د تیارسی امر کړی دی او تر څنګ یې په سیمه کې ګڼې نظامي بېړۍ هم فعالې دي او ټول بهیر په دقیقه توګه څاري.

والسټرېټ ژورنال وایي ګڼ سرتېري، رادارونه، الوتکې او نظامي بېړۍ د هر ډول احتمالي خطر او ګواښ د ځواب لپاره تیاری لري او ټول اړین توکي فعال شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې په سیمه کې د امریکا سترې نظامي اډې هم د تیارسی په حال کې دي او په هغه کې بي ۵۲ الوتکې د هر ډول احتمالي خطر چټک ځواب ته تیارې دي.

والسټرېټ ژورنال وایي چې د امریکا استخباراتي فعالیتونه هم په سیمه کې پياوړې دي او له ټولو مواردو دقیقه څارنه کوي.

سرچینې همدا راز زیاته کړې، چې دغه اقداماتو ته په کتو ښایي چې تر ټاکلې نېټې مخکې له افغانستان د امریکایي ځواکونو د ایستلو بهیر بشپړ شي.

وروستي مطالب