مارچ 6, 2021

وطن لوبډلي د سولي او خپلواکۍ په نوم د کرکټ سېالیو اتلولي خپله کړه.

Advertisements

لیکنه: عبدالله عادل
د کرکټ یادي لس اوریزه سېالۍ د کندهار پیوند مدني ټولني لخوا د ۷۲ کرکټ لوبډلو تر منځ پیل سوي وې چي دوې میاشتي یې دوام وکړ.
د سېالیو پایلوبي ته وطن او اتحاد لوبډلو لار موندلې وه چي تېره ورځ یې پایلوبه د وطن لوبډلي په بریا پای ته ورسېده.
د پایلوبي ټاس د وطن لوبډلي وګټی او خپله یې د توپ وهني پرېکړه وکړه , چي په ټاکلو لس اورونو کي یې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو سره اتحاد لوبډلي ته د ۱۶۶ منډو هدف وټاکی .
په دوهمه پاړۍ کي اتحاد لوبډلي د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یوازي ۹۲ منډي جوړي کړې او لوبه یې وطن لوبډلي ته د ۷۳ منډو په توپیر سره وبایلل .
د لوبي د غوره لوبغاړي جایزه د وطن لوبډلي پیلیز لوبغاړي صدیق الله ته ورکړل سوه چي په ۲۳ توپونو یې ۶۸ چټکي منډي جوړي کړې.
د ټولو لوبو د غوره لوبغاړي جایزه د ښاروالۍ لوبډلي الراونډر لوبغاړي خوشحال (رسولي) ته ورکړل سوه چي په یاد ټورنمینټ کي یې د ۱۶۲ منډو جوړولو تر څنګ ۱۲ لوبغاړي هم سوځولي وه.
د ټورنمینټ غوره توپ وهونکی هم د ښاروالۍ لوبډلي لوبغاړی صفت الله وټاکل سو چي ۲۱۷ منډي یې جوړي کړي وې.
د یاد سیالیو څخه هدف د ځوانانو تر منځ یووالی او کرکټ ته وده ورکول ښودل سوي.