خواړه روغه سټه

وزن او خېټه مو په دې ۲ لارو کم او اوبه کړئ

که مو وزن ډېر وي او یا مو خېټه غټه وي، نو کولی شئ په دې لارو چې مونږ یې درته ښییو جوس جوړ کړئ او وروسته له دوامداره استعمال څخه یې هم خپل وزن کم کړئ او هم مو خېټه اوبه کړئ.

په عامه اصطلاح به یې ووایو؛ د مرضونو مور چاغوالی یا ډېر وزن دی.

د وزن کمولو ډیر لارې چارې شته، لکه پرهيز، سپورټ او نورې …
خو دا ځل درته مونږ د طبیعي څېزونو یو داسې طریقه ښییو چې که له دې مو جوس جوړ کړ او استعمال مو کړ، نو تمه ته چې پایله به یې ښه وي او ژر به به خپل وزن له لاسه ورکړئ او خېټه به مو اوبه شوي وي.

لومړۍ طریقه یا لاره:
دلته درته د یو ډول جوس د جوړولو طریقه ښییو چې د خېټې غوړ مو له منځه وړي او وزن مو کموي.
په دغه جوس کې لاندې مواد استعمالیږي.
یو بادرنګ، دڼیا یا گشنیز یو ګېډۍ، یو دانه ليمو، زنجبیل وچ او یا ميده شوی وی، د مستو خوړو د قاشوغې په اندازه او نیم ګلاس اوبه.

لومړي کوم مواد چې مینځل کیږي پاک یې پریمینځئ، بیا ټول مواد په جوسر کې واچوئ او له جوسر څخه یې وباسئ، کله چې ټول مواد سم حل شول نو په یو ګیلاس کې یې واچوئ او له ويده کېدو وړاندې یې وڅښئ، په دومداره ډول یې څو ځلي ځانته جوړ کړئ او بیا يې نتیجه وګورئ، نو درته معلومه به شي چې وزن مو څومره له لاسه ورکړی.

دغه چاره باید هره شپه تکرار کړئ او په خپلو خوړو کې غوړي په ډېره کمه اندازې سره وکاروئ د غټې خیټې له ستونزې به هم خلاصون ومومئ.

دویمه طریقه:
که غواړئ خېټه مو اوبه شي، دا کار پراخه حوصله غواړي، په یوه یا دوه ورځو کې نتیجه نه ورکوي، نو باید لږ په تمه پاتې شئ.

دلته درته د بل ډول جوس جوړولو طریقه هم ښییو چې وزن مو ورباندي کمیږي او خیټه مو اوبه کیږي، په دې جوس کې دغه مواد استعمالیږي

یو دانه لیمو، تازه زنجبیل څو ټوټې، تازه نعناع یا ویلنی.

دغه ټول مواد به واخلئ واړه یا میده به یې کړئ، بیا یو پاک بوتل راوخلئ، لومړی پکښې دغه میده شوي یا ټوټه شوي مواد واچوئ او بیا وروسته اوبه ور اضافه کړئ.

کله مو چې اوبه ور اضافه کړې، نو سر یې وتړئ او بوتل ښه وخوځوئ، چې مواد سره ښه حل شي، بیا یې سر وتړئ او له یوې ورځې وروسته یې وڅښئ.

خو پام مو وي، چې په یو ځل ټول ونه څښئ او لکه د چای په شان یې وکاروئ، نو تمه ده چې وزن به مو کم شي، دغه چاره باید پرلپسې تکرار شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی