سپورټ نړیوال کرکټ

وروسته له ۸ مياشتو د اشوين له خوا د بټلر اوټ غيرقانوني وبلل شو!

سمیع الله درانی

د هندوستان د کرکټ د کنټرول ادارې یا بي سي سي آې د ۲۰۱۹ م کال په اوږدو کې هغه اوټ ناقانونه وباله، چې اشوېن پرې د راجستان لوبډلې اوپنر توپ وهونکی انګلستانی جاس بټلر وسوځاوه.

منکد هغه اوټ دی، کله چې بالر لاس تاو کړي، توپ ترسره نه کړي او نان سټرایک توپ وهونکی له کریز څخه وتلی وي او توپ اچوونکی وېکټ ووهي؛ نو وروسته له اپيئل لوبڅار اوټ ورکوي او منکد رن اوټ ورته وایي.

دا اوټ د اشوېن له خوا د مارچ میاشتې په ۲۵ مه نېټه ترسره شوی و.

که ستاسې په یاد وي، د ۲۰۱۹ م کال آې پي ایل کې اشوېن له خوا جاس بټلر همداسې وسوځېد، هغه مهال ډېری خلکو دا اوټ شرموونکی بللی و او هغه یې ناسم اعلان کړی و؛ خو لوبغاړی اوټ شوی و او پر سبا یې ډېری کرکټ ماهرینو او مینوال دا اوټ سم نه و یاد کړی.

اوس د هندوستان د کرکټ د کنټرول ادارې ویلي، چې د اشوېن د اوټ سټایل او هغه عمل درست نه و.

هغه مهال د کرکټ ماهرینو اوټ درست بللی و؛ خو د اشوېن د لاس په سټایل یې انتقاد درلود.

د کرکټ ماهرین وایي اشوېن لاس نه و تاو کړی او ډايرېکټ راغی وېکټ یې ووهله او بټلر یې اوټ کړ.

د میري لېبن کرکټ کلب هم د اشوېن سټایل برابر نه و بللی.

هغه وخت چې اشوېن اوټ وکړ او لوبڅار له اپیل وروسته له دریم لوبڅار مرسته وغوښته او بیا یې اوټ ورکړ، د راجستان لوبډلې لوبډلمشر اجېنکیا رهانی دا اوټ غېرې منطقي بللی و او ورسره د راجستان لوبډلې روزونکي پټي اپټن هم انتقاد کړی و.

اوس د هندوستان کرکټ بورډ وایي هغه ساعت د لوبې چارواکي په خپله دنده کې پاتې راغلي وو، کرکټ بورډ زیاتوي، هغه وخت پر دغه اوټ نظریات لکه وحشي اور په خپرېدو شول.

د اسټرالیا خطرناک لېګ برېک بالر شېن وارن ویلي وو، چې دا بال باید ډیډ یا ډېټ ورکړل شوی وای.

د هندوستان د کرکټ بورډ اوسنیو چارواکو ویلي، باید اوټ سم او صفا وي او د پوره مهارت وروسته باید لوبغاړی اوټ کړل شي.

د هندي کرکټ بورډ مسئولین وایي اشوېن باید هم د دې ډول اوټولو په اُصولو ځان پوه کړي.

منکد اوټ په ۱۹۴۷ م کال کې د اسټرالیا خلاف دوهمه ټېسټ لوبه کې د هندوستان لوبغاړي وېنو منکد کړی و او له همغه وخت راهیسې دا اوټ د منکد په نامه مشهور دی.

د کرکټ په تخنیکي برخه کې لا هم ګڼې نیمګړتیاوې شته او کار پرې روان دی، چې راتلونکي کې اصلاح شي او کرکټ لا منطقي شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی