اپریل 23, 2021

وحید عمر: که طالبان د سولې نیت لري نو تاوتریخوالی دې ختم کړي

د ولسمشر سلاکار وحید عمر وایي چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې راتګ یوازینۍ لار دا ده چې افغانان خپل زعیم په خپله خوښه وټاکي.

عمر نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته په خبرو کې طالبانو ته په خطاب کې ویلي، هر څوک چې د سولې نیت لري باید تاوتریخوالی ودروي او په خبره یې هر کله چې طالبان تاوتریخوالی ودروي او اوربند ومني نو د سولې بهیر چټکېږي.

نوموړي دغه راز زیاته کړې چې افغان ځواکونه د پخوا په پرتله څو برابره پیاوړي شوي دي او اوسمهال نږدې ۹۸ سلنه عملیات په یوازینې ځان رهبري کوي.

وحید عمر دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې طالبانو په وار وار له اوربند سره خپل مخالفت ښودلی خو په دې وروستیو کې یې د تاوتریخوالي کمښت یوه طرحه له امریکا سره شریکه کړې ده.

د یادونې ده چې تېره ورځ وروسته له هغه چې رسنیو ته د ارګ له د ننه نه ځينو سرچینو داسې معلومات ورکړل چې ګواکې ولسمشر محمد اشرف غني د ترکيې کنفرانس ته داسې طرح وړاندې کوي چې له مخې به یې په شپږو مياشتو کې د ولسمشرۍ ټاکنې کېږي او طالبان به هم ورته راځي، خو تازه طالبانو ویلي چې په ټاکنو کې برخه نه اخلي.

د طالبانو د نظامي چارو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، د راتلونکي نظام په هکله پرېکړه به په قطر کې کېږي او هغه څه چې دوی غواړي په ټاکنو نه کېږي.

مجاهد زیاته کړې، په تېرو دوو لسيزو کې څو ځله ټاکنې ازمايل شوې دي، خو په خبره یې هر ځل يا فساد پکې شوی يا د ولس پر رايو معاملې شوي دي.

نوموړي ویلي، دوی د ټاکنو پر پروسه باور نه لري او نه هم برخه پکې اخلي.

په ورته وخت کې افغانستان کې د اروپایي ټولنې استازي وان برندت ویلي چې اروپایي ټولنه غواړي له امریکا سره د افغان سولې په تړاو خپلې همکارۍ پیاوړې کړي.

نوموړي زیاته کړې چې افغانان نور له اوږدو جګړو ستړي شوي دي او اړتیا ده چې په دغه هېواد کې د سولې لپاره ټول شریک هېوادونه خپل رغنده رول ولوبوي.

وان ویلي، امریکا او اروپایي ټولنه په دې هڅه کې ده چې له خپلو ټولو شریکانو سره د افغان سولې برخه کې همکارۍ پیاوړې کړي څو د سولې بهیر کې پرمختګ سره دا هېواد تلپاتې سولې او ثبات ته ورسېږي.

په ورته وخت کې د اروپایي ټولنې د بهرنۍ پالیسي مشر جوزف بوریل د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انټوني بلینکن سره لیدلي او زیاته کړې یې ده چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغان سولې په ګډون پر نورو مهمو مسائلو ګټورې خبرې کړې دي.

وروستي مطالب