وحید عمر: افغانان پوهېږي چې د سولې مخه څوک نیسي

د ولسمشر د عامه او ستراتیژیکو اړیکو سلاکار وحید عمر په هېواد کې روان تاتریخوالي ته په اشارې ویلي چې افغان دولت د سولې برخه کې پام وړ هڅې کړې دي او په وینا یې افغانان اوس په دې پوهېږي چې د سولې اصلي مانع څوک دي.

نوموړي زیاته کړې، طالبان باید په دې پوه شي چې افغانستان تغیر کړی دی او یاده ډله په هیڅ ځای کې حاکمیت نه لري، حاکمیت خلکو ته د خدماتو د وړاندې کولو په مانا دی.

هغه د خپلو خبرو پر دوام څرګنده کړې چې طالبان په داسې حال کې د افغانستان پر نیمایي خاوره د حاکمیت ادعا لري چې خلک یې په زور او ظلم یرغمل نیولي دي.

وحید عمر دغه راز واشنګټن ته د ولسمشر غني په مشرۍ د تللي پلاوي د سفر د لاسته راوړنو په اړه وویل چې د امریکا په سنا مجلس کې د حاکم او مخالفو ګوندونو استازو له یو خپلواک، متحد او خپلواک افغانستان څخه خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړی دی.

نوموړي دغه راز زیاته کړې، امریکا ژمنه کړې ده چې په راتلونکو دوو کلونو کې به په کلني ډول له افغانستان سره ۳.۳ میلیارد ډالره مرسته وکړي.

په ورته وخت کې ولسمشر غني یو ځل بیا ویلي چې افغان دولت د بشري حقونو پر ټولو قواعدو باور لري او د طالبانو له لوري د بشري حقونو نقض په کلکو ټکو غندي.

نوموړي دا څرګندونې نن له والیانو او د ولایتونو له امنیه قومندانانو سره په ویډیویي کنفرانس کې کړې دي.

د ارګ د معلوماتو له مخې، ولسمشر غني په یاد ویډیویي کنفرانس کې امریکا ته د دولتي پلاوي د سفر په اړه معلومات ورکړي او د وسله والو د پلانونو د دفعې او شنډولو په برخه کې یې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د مېړانې ستاینه کړې ده.

د سرچینې په خبره، ولسمشر غني زیاته کړې چې افغان دولت د مسوول او منتخب حکومت په توګه د بشري حقونو اصولو ته ژمن دی او ملکي او نظامي مسوولینو ته یې لارښوونه کړې ده چې په خپلو ټولو چارو کې د بشري حقونو قوانینو ته پوره پاملرنه وکړي.

فرید هوتک؛ د پاکستان پر وړاندې اعلان شوي نوملړ سره ۸۵ سلنه افغانان موافق دي

by سمیع الله درانی in سپورټ

  د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک په خپله فیسبوکپاڼه لیکلي، چې د پاکستان پر وړاندې درېیوو یو ورځنیو لوبو ته له اعلان شوې لوبډلې ۸۵ سلنه هېوادوال راضي دي او یاده لوبډله یې وړ ... نور ولولئ