افغانستان کرونا

وحید الله حمیدي کرونا ته څنګه ماته ورکړه؟

د افغانستان د عامي روغتیا وزرات له لوري وحیدالله حمیدي په افغانستان کي لومړنی شخص وو، چي په کرونا ویروس اخته وپېژندل سو، خو هغه اوس له کرونا څخه ژغورل سوی او په عادي ډول ټولنه کي ژوند تېروي.

وحیدالله حمیدي د هرات ولایت دئ او په یاد ولایت کي شخصي کاروبار کوي.

هغه په کرونا ویروس د اخته کېدو په اړه وویل((د ایران قُم ښار ته مي پنځه ورځنی سفر درلود، وروسته چي هرات ته راستون سوم، نو خبر سوم، چي کرونا ویروس راغلی، په ما کښي هم د دې ویروس ځني نښي لیدل کېدې، نو ژر ډاکټرانو ته ولاړم او هغو هم راته وویل، چي تاسو په کرونا ویروس اخته یاست)).

هغه له کرونا ویروس سره د احساس درلودلو په اړه وویل((په لومړۍ ورځ چي ډاکټرانو راته وویل تاسو کرونا ویروس لری، نو ووېرېدم، اما د ډاکټرانو او کورنۍ په مرسته پر دې ویري واکمن سوم، ماته ډېري سختي ورځي وې او دا سختي ورځي مي یوازي په اطاق کي تیري کړې)).

وحیدالله ۲۰ ورځي یوازي په اطاق کي تیري کړې او ټولي کورنۍ او ملګرو ئې د یوې هنداري ترشا ورسره لیدله.

هغه وايي تر قرنطین وروسته ډاکټرانو خبر راکړ، چي ته له کرونا ویروس څخه پاک سوی یې او نور دا ویروس ستا په بدن کي نسته، نو زه په دې خبر سره ډېر خوشحاله سوم.

هغه وویل((له هغه وروسته، چي له روغتونه رخصت شوم، نو لس ورځي نور په خپل کور کي د کورنۍ له لوري قرنطین وم او هتا خپل ماشوم زوی مي هم په غېږه کي نشوای نیولای، نو ډېر بد احساس مي کاوه)).

وحیدالله چي اوس په عادي ډول ژوند کوي له ټولو هیوادوالو غواړي، چي کرونا ویروس په افغانستان کي جدي ونیسي او ټولي صحي سپارښتني ومني.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړی پر دې سربیره د کندهار پوهنتون د ښووني او روزنې پوهنځی د پښتو څانګې د څلورم کال محصل دی او د ” زما“ راډیو خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ