د اسټرالیا کرکټ ملې لوبډلې پخوانی لوبغاړی شین واټسن ۳۹ کلن شو!

د اسټرالیا کرکټ ملې لوبډلې پخوانی تکړه الراونډر لوبغاړی شین واټسن نن د جون میاشتې په ۱۷مه نېټه ۳۹ کلن شو.
شین واټسن په ۱۹۸۱م کې د جون میاشتي په ۱۷مه نېټه په ایپسویچ ښار کې زېږېدلی.
واټسن د اسټرالیا کرکټ ملې لوبډلې لپاره ۵۹ ټیسټ، ۱۹۰ یو ورځنۍ او ۵۸ بیا شل اوریزه لوبې ترسره کړې دي.
د اسټرالیا دې تکړه لوبغاړي په ټیسټ لوبو کې ۳۷۳۱ منډې، په یو ورځنیو لوبو کې ۵۷۵۷ لوې او په شل اوریزه لوبو کي یې بیا ۱۴۶۲ منډې جوړې کړې دي.
همدا شان د اسټرالیا په فرسټ کلاس ۱۳۷ لوبو کې یې ۹۴۵۱ منډې جوړې کړې.
د دې ترڅنګ شین واټسن خورا ښه توپ اچونه هم کړې، چي په مټ یې هر ډول فارمټ کې ښې ویکټې اخیستې.
واټسن د اسټرالیا کرکټ ملې لوبډلې لپاره په ټیسټ لوبو کې ۷۵، په یو ورځنیو لوبو کې ۱۶۸ او په شل اوریزه لوبو کې یې بیا ۴۸ ویکټې اخیستې.
د دې ترڅنګ هغه د اسټرالیا په فرسټ کلاس لوبو کې ۲۱۰ ویکټې اخیستې.
واټسن لومړۍ ټیسټ لوبه په ۲۰۰۵م کې د پاکستان په وړاندې ترسره کړه، لومړۍ یو ورځنۍ لوبه یې بیا په ۲۰۰۲م کې د سویلي افریقا په وړاندي ترسره کړه، خو د لومړۍ شل اوریزه لوبې په اړه یې روښانه معلومات نشته.
د دې ترڅنګ هغه خپله وروستۍ ټیسټ لوبه په ۲۰۱۵م کې د جولای میاشتي په ۸مه نېټه د انګلستان په وړاندې، وروستۍ یو ورځنۍ لوبه یې په ۲۰۱۵م کې د سپټمبر په ۵مه د انګلستان په وړاندې او وروستۍ شل اوریزه لوبه یې بیا د ۲۰۱۶م کال د مارچ میاشتې په ۲۷مه نېټه د هندوستان په وړاندې ترسره کړه.
شین واټسن په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ کلونو کې د آلان بارډر (Allan Border) میډالونه ترلاسه کړي چې لدې سره، وروسته له (راکي پونتیګ) څخه لومړنی لوبغاړی شو چې دوه ځلي سر په سر دا میډالونه ترلاسه کړي دي، شین واټسن په ټوله کې شپږ اوارډونه په ټیسټ، یوورځنېو او شل اوریزه لوبو کې د کال د غوره لوبغاړي په حیث ترلاسه کړي دي دا یواځینی لوبغاړی دی چې دومره زیات اوارډونه یې ترلاسه کړي او همداراز یواځینی لوبغاړی دی چې په هر فارمټ ( Test, ODI, T20) کې یي دا مډالونه ګتلي دي.
په ۲۰۱۲ کال شل اوریز جام سیالیو کې د ټورنمینټ غوره لوبغاړی ونومول شو چې ۲۴۹ منډې یې جوړې کړې وې او ۱۱ لوبغاړي یې هم سوځولي وو.
لومړنی لوبغاړی دی چې سر په سر څلور ځلي د لوبې غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړې.
د IPL د لوبو په تاریخ کې لومړنی لوبغاړی دی چې چې دوه ځلي ۲۰۰۸ او ۲۰۱۳ کال کې د ټورنمینټ غوره لوبغاړي جایزې ترلاسه کړي چې دوه ځلې  (۲۰۱۳ ـ ۲۰۱۵ ) يي سلیزې  هم وهلې دي.
واټسن د اسټرالیا کرکټ ملې لوبډلې ترڅنګ په تسمانا، همپشایر، کوینسلینډ، راجستان رویالز، نیو سوت ویلز، سیډني سیکسرز، بریسباین هیټ، سیډني تندر، اسلام اباد یونایټیډ، رویال چلینجرز بنګلور، ایس ټي لوکا سټار، کویټه ګلډیټرز او چینای سوپر کینګز کرکټ کلبونو لپاره لوبې ترسره کړې دي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي