ليکنه: صابر حميدي
د افغانستان د والیبال ملي لوبډلي په مرکزي آسیايي سیالیو کي خپله دوهمه لوبه پرون سې شنبه د بنګله دېش والیبال ملي لوبډلي ته ۳ پر ۲ ماته ورکړه.
د افغانستان د والیبال ملي لوبډلي په مرکزي آسیايي سیالیو کي خپله لومړۍ لوبه تېره دوشنبه د ترکمنستان والیبال ملي لوبډلي په وړاندي ترسره کړه، چي د یاد هیواد څخه ئې ۳ پر ۱ ماته وخوړه.
افغانستان خپله درېمه لوبه نن چهارشنبه د ازبکستان په وړاندي ترسره کوي.
د مرکزي اسیایي هیوادونو ترمنځ د والیبال دا لوبي تېره دوشنبه د نیپال هیواد په پلازمېنه کتماندو کي پیل سوې او تر ۶ ورځو دوام وروسته راتلونکې اونۍ پای ته رسیږي.
په دې سیالیو کي د افغانستان په ګډون نیپال، ترکمنستان، قزاقستان، ازبکستان، تاجکستان، بنګله دېش، مالدیف او بوتان هیوادونو ګډون کړی.
تر دې مخکي افغانانو په ۲۰۱۴م کال کي په مرکزي آسیایي سیالیو کي درېیم مقام خپل کړی وو.
جان کربي:له ټولو ملګرو هېوادونو سره د افغانستان په اړه په اړیکه کې یو
د امریکا ددفاع وزارت ویاند جان کربي په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي دوی د داسې یوې حللارې په لټه کې دي چې د افغانستان، امریکا او متحدینو لپاره ګټوره وي. ... نور ولولئ