والیبال: د ایټالیا ځوانه لوبډله ۲۲ کاله وروسته نړیواله اتله سوه!

ليکنه: صابرحميدي
د ایټالیا د والیبال ځوان ملي ټیم د روسیې د والیبال ځواني ملي لوبډلي ته په ماتي ورکولو سره د ځوانانو ترمنځ د والیبال نړیوال اتل سو.
د ایټالیا د والیبال ۱۹ کلني لوبډلي د ۲۲ کالو څخه وروسته د ځوانانو ترمنځ د والیبال په نړیوالو سیالیو کي نړیواله اتلولي خپله کړه او کپ ئې خپل په نوم کړ.
ایټالیا په پایلوبه کي روسیې ته په اول، درېیم او څلورم میدانونو کي ۲۶ پر ۲۴، ۲۵ پر ۱۹ او ۲۵ پر ۱۸ ماته ورکړه.
خو روسیې یوازي په دوهم میدان کي ۲۵ پر ۲۱ ایټالیا ته ماته ورکړه.

په دې سره ایټالیا لومړی، روسیې دوهم، ارجنټاین درېیم، مصر څلورم، ایران پنځم، جاپان شپږم، بلغاریا اووم، بلاروس اتم، برازیل نهم او چک بیا لسم مقام خپل کړ.
د ۱۹ کلنو ترمنځ د والیبال دا نړیوالي سیالۍ د ۲۰ هیوادونو ترمنځ د تونس هیواد په کوربتوب د اګسټ میاشتي له ۲۱مي تر ۳۰مي نېټې پوري ترسره سوې.
د ۱۹ کلنو ترمنځ د والیبال راتلونکی نړیوال جام په ۲۰۲۱م کال کي ترسره کیږي.

په هلمند کې تازه جګړو له ۹۰۰زیاتې کورنۍ بې کوره کړي

لیکوال: ياران، جلال اباد - برخه : افغانستان

لیکنه: ظریف الله ساحل د هلمند د کډوالو او راستنېدونکو چارو رئیس وايي’ له تېرې یکشنبې د تازه جګړو له کبله په سلګونو کورنۍ د هلمند بېلابېلو برخو ته کډه شوي دي. سید محمد رامین ... نور ولولئ