هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
لوبې

والیبال: جلال اباد ښاروالۍ لوبډلې د بګرام لوبډلې ته ماته ورکړه

د جلا ل اباد ښاروالۍ لوبډلې دواليبال په يوه دوستانه لوبه کې درې د صفر په پايلې سره د پروان ولايت بګرام لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د ننګرهار رسنیز دفتر په خپله رسمي فیسبوک پاڼه لیکلي، چې دغه دوستانه لوبه پرون جمعه د جلا ل اباد ښاروالۍ او پروان ولايت بګرام لوبډلې ترمنځ د سراج العمارت بڼ د واليبال په ورزشي ډګر کې ترسره شوه.

د واليبال یاده لوبه درې د صفر په پايلې سره د جلال اباد ښاراوالۍ لوبډلې په ګټه پای ته ورسيده .

د جلال اباد ښاروالۍ د ټولنيز او کلتوري خدمتونو امر سيدجهان همايون غريب مل وویل ښاروالۍ رياست په پام کې لرې، چې د نوي کال په رارسيدو سره د واليبال لوبډلې سربېره د کرکټ او فوټبال يوه – يوه لوبډله له مالي پلوه سپنسر کړي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */