واشنګټن ټایمز: د سرتېرو بې وخته ایستل امریکا ته سرخوږی جوړوي

واشنګټن ټایمز ورځپاڼې په یوه مقاله کې په افغانستان کې د امریکا ماموریت او د سولې بهیر ته کتنه کړې ده.

سرچینه وایي امریکا په افغانستان کې له تېروتنو ډک ماموریت ترسره کړی دی خو تر ټولو ستره تېروتنه به یې له افغانستان د سرتېرو ایستل وي.

ورځپاڼه وایي تر هغه د سولې خبرې نه بریالۍ کېږي څو چې نظامي فشار موجود نه وي او دواړه خواوې سولې ته نه وي هڅول شوې.

سرچینه لیکي، د سولې پر هوکړه د امریکا یو اړخیز عمل هغه څه دي چې افغانستان د جګړو پر ډګر بدلولی شي.

په مقاله کې زیاته شوې، شواهد ښيي چې طالبانو پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی او خپلو جګړو ته یې ادامه ورکړې ده، له القاعده شبکې سره یې اړیکې نه دي پرېکړې نو له همدې امله امریکا ته په کار ده چې په دقیقه توګه د سرتېرو وتل او د سولې هوکړه و ارزوي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د سي ان ان د راپور له مخې چې ویلي یې وه د جو بایډن د ملي امنیت سلاکار له خپلو مهمو سلاکارانو سره څو ځله پر افغانستان او د سولې پر پروسه خبرې اترې کړې دي.

په دغه خبرو کې دوو ګډونوالو د نامه نه ښودو په شرط ویلي چې د بایډن د ملي امنیت سلاکار ډېر تمرکز پر دې دی چې روانه جګړه د خبرو له لارې ختمه شي خو داسې ښکاري چې د خبرو اوسنۍ تګلاره اغېزناکه نه ده.

دوی همدا راز پر دې بحث کړی چې د ناټو ددفاع وزیرانو په غونډه کې د افغانستان په اړه خپل دریځ څه ډول وړاندې کړي.

ټاکل شوې وه چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې له مخې بین الافغاني خبرې پيل شي، تاوتریخوالی کم کړل شي او امریکایي ځواکونه له افغانستان ووځي، خو اوس ځینې امریکایي چارواکي وایي چې طالبانو پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی نو د سرتېرو د ایستلو په اړه زړه نازړه دي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




په هلمند کې تازه جګړو له ۹۰۰زیاتې کورنۍ بې کوره کړي

لیکوال: ياران، جلال اباد - برخه : افغانستان

لیکنه: ظریف الله ساحل د هلمند د کډوالو او راستنېدونکو چارو رئیس وايي’ له تېرې یکشنبې د تازه جګړو له کبله په سلګونو کورنۍ د هلمند بېلابېلو برخو ته کډه شوي دي. سید محمد رامین ... نور ولولئ