مارچ 2, 2021

هڅه وکړئ چې نه ځان درنه ورک شي او نه ورته په ټیټه سترګه وګورئ

ژباړه: حمیدالله حمیدي
د دې لپاره، چې ځان در نه ورک نشي او یا هم ځان په ټولنه کې ټیټ کس ونه بولئ د اعتدال لپاره باید در سره دوه کارتونه وساتئ.
خدای پاک په دې مبارک ایت کې فرمایي:«خَلَقَ الْإِنسَانَ مِنْ عَلَقٍ ﴿2﴾: موږ انسان له علق یعنې ټینګې وینې خلق کړ»، دې آیت شریف ته په کتو سره په لومړي کارت کې ولیکئ، چې زه له یوې ټوټې وینې څخه خلق شوی یم، مانا دا چې له ځانه باید لویي ونه ښیم او ځان را نه ورک نه شي، کارت په خپل جېب کې در سره وساتئ.
د بقرې سورت په دېرشم آیت شریف کې خدای پاک (ج) فرمایي «وَإِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلاَئِكَةِ إِنِّي جَاعِلٌ فِي الأَرْضِ خَلِيفَةً: زه په ځمکه کې خپل خلیفه ټاکم.» په دویم کارت کې ولیکئ زه پر ځمکه د خدای پاک خلیفه یم او کارت په خپل جېب کې در سره وساتئ.
هر کله مو، چې په ذهن کې احساس وکړ، چې زه خپل ځان نه شم بښلای، زه د د هېڅ کار توان نه لرم، زه کمزوری یم، نو دویم کارت وګورئ او په دې اړه فکر وکړئ، چې زه د ځمکې پر سر د خدای پاک خلیفه یم، د ځمکې پر سر، چې څه درته ښکاري دا ټول خدای پاک د انسان د هوساینې لپاره پیدا کړي، تر څو ګټه ترې واخلي، نو بیا ولې ځان وړوکی درته ښکاري. خو که کله، پوهېدئ، چې نور له ډېره غروره درنه ځان ورکېږي لومړي کارت ته مراجعه وکړئ، چې په کې لیکل شوي« موږ انسان له کلکې وینې پیدا کړي یو.»
قران کریم د خدای پاک هغه کلام دی، چې په حقه دی، نو مو لویۍ ته پرېږدي او نه هم اجازه درکوي، چې ځان درته دومره کوچنی ښکاره شي، چې بیا ونه شې کولای ان خپل ورځنی ژوند پر مخ بوزې او هغه مسؤولیتونه چې خدای پاک در سپارلي په سم ډول تر سره کړې. هیله ده، په دې کوچني تمرین کې در سره دغه احساس تل پاتې شي.
ډیری وخت له ځان سره فکر کوم، چې ولې ډیری انسانان پرته له دې، چې د یوه کار وړتیا ولري ځان ډیر لوړ ورته ښکاري او یا برعکس ډېر داسې کسان شته، چې له پوره وړتیا برخمن وي، خو بیا هم له ځانه لويي نه ښیي او په ډېرې خاکسرۍ سره په ټولنه کې ژوند کوي.
کله، چې خپلې شا او خوا ته ښه په ځیر سره وګورئ وبه وینئ، شته داسې خلک، چې په ریښتیا سره له پوره وړتیا او ښو اخلاقو برخمن وي، خو بیا هم له ځانه لویي نه ښکاره کوي، نه یوازې دا، چې ځان ورته لوی نه ښکاري بلکې برعکس ځان وړوکی او د دې ټولو ښېګڼو لایق هم نه بولي.
په ټوله کې یې که ژوند ته پام وکړئ، خپل واجبات، مسؤولیتونه او دندې په ښه ډول تر سره کوي، د خلکو حقونه تر پښو لاندې نه کوي او څومره یې، چې په وس پوره وي له خلکو نه خپله مرسته نه درېغوي، چې په اصل کې دا ډله کسان بریالي کسان دي. خو ډیری وخت دغه ډله کسان، ځان د بښنې وړ نه بولي، چې همدا کړنه یې بیا د دې لامل ګرځي، چې له پرمختګه وروسته پاتې کېږي.
داسې کسان به هم وګورئ، چې څه یې په توان پوره نه وي، خو ځان ورته ډیر لوی ښکاري. مانا دا چې څه یې په وس او مغز کې دي له هغه پورته عمل کوي. خپل مسؤلیتونه په سم ډول نه تر سره کوي، بلکې ډېری وخت د خلکو حقونه تر پښو لاندې کوي او د آزار سبب یې ګرځي. په ټوله کې ویلی شو، چې ځینې یې افراط او ځینې بیا په خپل ژوند کې د ځان په اړه تفریط کوي، چې دغه څه نن سبا ډیر تر سترګو کېږي او دواړه د انسان د بربادۍ سبب ګرځي.