مخکښان

هوګو چاویز هغه څوک چې د سوسیالیزم یوه نوې بڼه یې معرفي کړه

لیکنه: شفیق امیرزی

د درېيمې نړۍ هغه هېوادونه، چې څه لري هم له جګړې او ستونزو سره مخ دي او چې نه يې لري هم. هغه، چې څه نه لري د خپلو حکومتونو او چارواکو له ﻻسه په عذاب دي؛ خو هغه چې ډېر څه لري بيا د کورنيو زورواکو تر څنګ د نړۍ زبرځواکونه هم د تاړاک په موخه وردانګي.

د دې خبرې يوه ښه بېلګه د وينزويلا د ولسمشر هوګو چاوېز وينا ده، چې ويلي يې وو:

د بشريت د خلاصون لپاره بايد له کپيټلېزم څخه سوسيالېزم ته واوړو.

د وينزويلا ولسمشر هوګو چاوېز، خپلو دولتي مامورينو او خلکو ته په خطاب کې ويلي وو:

”له اوسني نړيوال اقتصادي کړکېچ د ژغورل کېدو ﻻره يوازې او يوازې له کپيټلېسټي سيسټم څخه سوسيالېسټي سيسټم ته اوښتل دي. د حکومت سياﻻن او انقلاب ضد عناصر په دې اند دي، چې زما مرګ را نږدې شوی دی. خو زه وايم، د خدای په مرسته او په خپل همت سره، پر ټولو مشکلاتو برﻻسي کيدای شو.“

وينزويلا په سوېلي امريکا کې پروت هېواد دی چې د تيلو غني زېرمې لري.

د دغه هېواد ولسمشر هوګو چاوېز يو وخت ويلي وو، چې د امريکا متحد ايالتونه د ﻻتينې امريکا ولسمشران د سرطان پر ناروغۍ اخته کوي.

چاوېز، چې خپله هم د سرطان پر ناروغۍ اخته و په دې باور و، چې ښايي د امريکا متحدو ايالتونو به د کومې ځانګړې ټېکنالوژۍ په وسيله په دې ناروغۍ اخته کړی وي.

د ده شک هغه وخت پر يقين بدل شو چې د ارجنټاين ولسمشره کرېسټينا فرناندز هم په ورته ناروغۍ اخته شوه. پر دې سربېره د برازيل ځينې مخکېني او وروستني ولسمشران هم په سرطان ناروغۍ اخته شوي دي.

هوګو رفايل چاوېز فريياس د 1954 زېږديز کال د جوﻻی مياشتې په 28 مه نېټه زيږېدلی او د وينزويلا هېواد 61 ولسمشر دی. د ده پلار (هوګو دې لوس ريس چاوېز) نومېدو، خو مور يې (يلېنه) نومېده او سپين نژاد یې درلود. د مور له خوا نيکونه يې، د وينزويلا د کورنۍ جګړې فعال برخه وال وو او د لېبرالانو په پلوۍ يې جګړه کوله.

د هوګو چاوېز مور غوښتل چې زوی يې کشيش شي، خو خپله چاوېز بيا دې ته لېوال و، چې د بېسبال يو مسلکي لوبغاړی شي. ده په کوچنيوالي کې ښه انځورګري کوله او په دوولس کلنۍ کې يې، په يوه مذهبي نندارتون کې د انځورګرۍ په برخه کې لومړنۍ جايزه هم تر ﻻسه کړه.

د چاوېز برخليک نه هسې شو، چې ده غوښتل او نه هسې چې مور يې هيله درلوده. ده داسې لاره غوره کړه چې هم يې د خپلو هيلو خلاف وه او هم يې د مور د غوښتنې.

نوموړي په 1975 زېږديز کال کې د يوه پوځي افسر په توګه، د وينزويلا له پوځي اکاډمۍ د فراغت سند تر لاسه کړ. نا تائيد شوي راپورونه دا هم وايي، چې هغه د وينزويلا د پلازمېنې کاراکاس په سيميون بوليور پوهنتون کې هم زده کړې کړې وې.

چاوېز همداراز د وينزويلا په هوايي پوځ کې هم شامل شوی و او د څه مودې لپاره يې هلته هم پوځي زده کړې کړې وې. د ځينو راپورونو له مخې هوګو چاوېز په 1982 زېږديز کال کې په پټه د COMACATE په نوم يوه سياسي ډله رامنځته کړه، چې وروسته يې بيا نوم په (انقلابي بوليواري خوځښت) باندې واوښت؛ دغه نوم د وينزويلا د ازادۍ د نامتو مبارز سيميون بوليوار په وياړ اېښودل شوی و.

په وينزويلا کې ناکامو اقتصادي سياستونو د خلکو ناخوښي زياته کړې وه او د وخت حکومت د خلکو غبرګونونو ته په زور ځواب ورکاوه. په هېواد کې هر ځای حکومت ضد غونډې او همدا راز اعتصابونه کېدل. په همدې مهال په دغه هېواد کې راز راز سياسي ډلې رامنځته شوې؛ هم ښي اړخې او هم کيڼ اړخې.

د هوګو چاوېز په مشرۍ د وينزويلا يو شمېر هېوادپالو افسرانو د 1992 زېږديز کال د فبرورۍ په څلورمه نېټه د يوې ناکامې کودتا هڅه وکړه. په دغه کودتا کې نږدې 133 تنو پوځي منصب لرونکو، د زرو په شاوخوا کې سرتېرو او يو شمېر ملکي خلکو ګډون کړی و. دوی ټول د وينزويلا د پلازمېنې کوڅو او سړکونو ته را ووتل او ويل يې چې د حکومت د نسکورولو خيال نه لري، خو پر تشکيلاتو بيا کتنه غواړي.

د حکومت له خوا د معترضينو پر ضد جګړه پيل شوه؛ د رسمي سرچينو په وينا، په دې جګړه کې 17 پوځيان ووژل شول او نږدې پنځوس نور ټپيان شول. چاوېز ونيول شو او په دوه کاله بند محکوم شو. ده د پېښې پړه پر خپله غاړه واخيسته او له ملګرو يې وغوښتل چې وسلې پر ځمکه کېږدي.

زندان ته د چاوېز د لېږدول کېدو صحنې په ژوندۍ بڼه خپرېدې. ده وويل، چې ملګرو يې د وينو د تويېدو له وېرې وسلې پر ځمکه اېښې دي، سره له دې چې خپلې موخې ته و نه رسېدل خو مبارزې ته به دوام ورکوي.

تر دوه کاله بند وروسته، چاوېز د ولسمشر رفايل کالدير له خوا وبښل او له زندانه خلاص شو. له خلاصېدو سره سم يې د پنځم جمهوريت د خوځښت په نوم نوی حرکت پيل کړ. د 1994 زېږديز کال په ډسمبر مياشت کې يې د لومړي ځل لپاره کيوبا ته هم سفر وکړ او د هاوانا په پوهنتون کې شامل شو. دغه مهال د يوه ارجنټايني (نوربرت سېرسولې) تر اغېز ﻻندې راغی او هغه ورته سپارښتنه وکړه چې د ليبيا د مشر معمر القذافي ايډيولوژۍ ته دې پام ډېر کړي.

هوګو چاوېز ته د 2004 زېږديز کال په نومبر مياشت کې، د ليبيا په پلازمېنه طرابلس کې د بشر د حقونو لپاره د مبارزې جايزه ورکړل شوه.

پر عراق له لګېدلو بنديزونو سره – سره، هوګو چاوېز بغداد ته هم سفر وکړ او له صدام حسين سره يې وکتل؛ دا هغه وخت و، چې عراق پر کويټ بريد کړی و.

چاوېز لومړنی بهرنی چارواکی و، چې په هغسې وضعيت کې يې بغداد ته سفر وکړ.

د هوګو چاوېز د پنځم جمهوريت خوځښت د 1998 زېږديز کال په پارلماني ټاکنو کې د کمونېست، کيڼ اړخو او ځينو نورو ډلو په ايتلاف سره په دې وتوانېد، چې د پارلمان 34 سلنه څوکۍ وګټي؛ خو تر ټولو لوی بری يې د همدې کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې په برخه شو او 55 سلنه رايې يې تر ﻻسه کړې. هغه مهال يې بدمرغي دا وه چې ايتلاف يې په کانګرېس کې بيا هم اکثريت څوکۍ نه وې ګټلې.

په 2000 زېږديز کال کې د وينزويلا په اساسي قانون کې اصلاحات راوړل شول چې وروسته بيا د پارلمان ډېرې څوکۍ هم د پنځم جمهوريت خوځښت خپلې کړې.

هوګو چاوېز د خلکو د ژوندانه د ښه کولو او د طبقاتي توپيرونو د را کمولو لپاره، له نوښتونو ډک اقتصادي پروګرامونه پلي کړل. د همدې پروګرامونو د پلي کېدو په پايله کې د وينزويلا د خلکو په ژوندانه کې پراخ بدلون رامنځته شو او هوګو چاوېز پر يو ملي اتل بدل شو.

په ۲۰۰۲ زېږديز کال کې د زاړه رژيم او د چاوېز د پلويانو تر منځ تاوتريخوالی په زياتېدو و. د همدې کال د اپرېل مياشتې په شپاړسمه نېټه د زاړه او نوي رژيم د پلويانو تر منځ وسله واله نښته وشوه، چې شپېته تنه پکې ووژل شول. دوه ورځې وروسته بيا د يوې کودتا هڅه هم وشوه. هوګو چاوېز د ځمکنيو ځواکونو د يوې پوځي ډلې له خوا، چې مشري يې ( کراکس ا. پېنا) کوله ونيول شو او په ناڅرګند لوري يووړل شو. جنرال لوکس رېنکون رومېرو وويل، چې هوګو چاوېز استعفاء کړې او حکومت يې د وينزويلا د اداره کولو وړتيا نه لري. پيدرو کارمون د پوځيانو له خوا نوی ولسمشر وټاکل شو. وروسته يې پارلمان هم منحل کړ او امريکا د دغه کودتا ملاتړ وکړ.

له دې ټولو سره – سره، د پوځ زياته برخه چاوېز ته وفاداره پاتې شوه، خلک هم د اعتراض په بڼه د ښار کوڅو ته را ووتل. په پايله کې چاوېز بيا واک ته راوګرځېد. د چاوېز وينا ده، چې دومره ژر يې واک ته د را ستنېدو په اړه فکر هم نه کاوه. ده زياته کړه، چې د شعرونو پر ليکلو يې پيل وکړ خو ﻻ يې پای ته نه وو رسولي چې بېرته ولسمشر شو.

د وينزويلا د خلکو دغه اتل په داسې حال کې چې دوه کاله د سرطان له ناروغۍ کړېدلی و، د ۲۰۱۳ زېږديز کال د مارچ په پنځمه نېټه د ۵۸ کلونو په عمر ومړ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مسیر ورځپاڼه